د مسعود بن عبدالله د (ادم خان او درخانۍ) نکل (کیسې) عرفاني اړخونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۵۲
څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل

"علمي – څېړنيز کنفرانس"

د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت په مقام کې د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل (د مسعود بن عبدالله د (ادم خان او درخانۍ) نکل عرفاني اړخونه) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په یاد کنفرانس کې څېړونکي ‎د ادم خان او درخانۍ اصل نسب او سيمه، د دې نکل تاريخي، اتنيکي او ادبي ارزښت، تحريري، ولسي وريانټونه، د مسعود بن عبدالله د وريانټ متني جوړښت، د دې وريانټ عرفاني خصوصيات او شرعي احکام ذکر کړل، لکه: علم، حجاب او نور، عرفاني خصوصيات لکه: عرفاني نارې، عرفاني نظمونه، اصطلاحات او عبارتونه یې په نښه کړل.

څېړونکي دا هم روښانه کړه چې: د مسعود بن عبدالله یاد وريانټ چې د څېړنې اصلي هدف و، د ۱۰۰۰هجري پېړۍ په وروستيو کالونو کې ليکل شوی، دا چې مسعود یو عارف او صوفي شاعر او ليکوال و، دا نکل يې په عرفاني انداز او ادا ليکلی، متن يې منظوم او منثور دی، منظومه برخه يې تحريري يا مکتوبي او ولسي دواړه بېلګې لري، چې تحريري برخه يې د مسعود بن عبدالله د الهي مینې د سوزه ډکې بدلې دي او ولسي برخه يې د نکل ولسي نارې دي، چې ليکوال د عرفاني تجربې له مخې هم تحريري او هم ولسي نارې په عرفاني ادا او انداز ويلي دي، د یاد وريانټ نثر په ټوله کې مسجع دی، چې پيچلي او مغلق اصطلاحات په کې ډېر دي او بل اړخ ته د پښتو پخوانۍ کلمې هم په کې شته، د ادبياتو په ډګر کې دغه نکل پراخه ساحه لري، د ادم خان او درخانۍ نکل سره ټول پښتانه اشنا دي او د پښتو لنډيو په شان په پښتني ټولنه کې ځانګړی محبوبيت لري، د خپل محبوبيت له مخې د هرې تجربې خاوند د دې کیسې په ثبت کې خپل تمايل ښودلی، شاعر خپل احساسات ورګډ کړي، متشرع عالم د شرع له زاويې ليکلی، صوفي او عارف خپل فکر په کې وړاندې کړی، معاصر نثر ليکوال د هنري نثر په تله تللی دی.

څېړونکي د اسلامي امارت ملي راډيو تلويزيون او افغان فلم رياستونو ته وړانديز وکړ، چې پښتو نکلونه زياتې حماسې، اسطورې او ولسي تجربې لري، ملي رادیو تلويزيون او افغان فلم رياستونو دې یادې برخې په انځوريز ډول نندارې ته وړاندې کړي، له يوې خوا به خپل ملي فرهنګ د غنامندۍ لپاره کار شوی وي او له بله پلوه به نوی نسل د خپل فرهنګ، ثقافت، تاريخي او ټولنیزو ارزښتونو څخه خبر وي.

په پای کې ښاغلي منګل صاحب د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او یاد کنفرانس د ارزونې کمیسیون لخوا مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS