د مرکزي آسیا پر وړاندې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست ارزونه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۳۰
د مرکزي آسیا پر وړاندې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست ارزونه

کابل: د مرکزي آسیا پر وړاندې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست ارزونې تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزی له خوا وړاندې شو.

د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د ملي یووالي حکومت پر مهال له مرکزي آسیا هېوادونو سره د افغانستان د بهرني سیاست ارزونه وه. دا چې مرکزي آسیا زیاتې طبیعي زېرمې او د انرژۍ د تولید پراخه ظرفیت لري، د مرکزي آسیا جیوستراتیژیک او جیو ایکونومیک موقعیت ته په پاملرنې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت پر مهال له مرکزي آسیا سره د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا لپاره ډېرې او د پام وړ هڅې شوې دي.

څېړندوی سرور احمدزي وویل، افغانستان د ملي یووالي حکومت پر مهال د مرکزي آسیا پر وړاندې اقتصادي محوره بهرنۍ سیاست تعقیباوه. له مرکزي آسیا سره د افغانستان بهرني سیاست اساسي موخې دا وې چې افغانستان ترانسپورټي او ترانزیتي بدیلې لارې پيدا کړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې د پاکستان له فشارونو څخه ځان خلاص کړي، د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا لپاره شرایط او زمینه برابره کړي او په سیمه ییزو چارو کې د افغانستان موقف پياوړی کړي. د بلې خوا د افغانستان سولې پروسه کې د مرکزي آسیا هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او د عوایدو او مالیاتو نویو سرچینو ته لاره پيدا کړي.

څېړونکي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د مرکزي آسیا پر وړاندې د افغانستان بهرني سیاست پلي کېدو پر وړاندې ځینې ستونزې هم موجودې وې چې په افغانستان کې ناامنۍ او جګړه، د افغانستان حکومت کې د مسلکي او تخنیکي پوهې کمښت، د حکومتي ادارو ترمنځ کمزورې همغږي، داخلي اختلافات او سیاسي بې ثباتي، له مرکزي آسیا سره د اقتصادي اړیکو دقیقو ارقامو او معلوماتو کمښت ته اشاره کولای شو.

دا کنفرانس د وړاندیزونو په وړاندې کولو او ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسېده او د رایو په اکثریت تائید شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS