د علامه رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت د سیمینار د علمي کمیسیون دوهمه غونډه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۳:۴۱
د علامه رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت د سیمینار د علمي کمیسیون دوهمه غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د هېواد د نومیالي لیکوال، څېړونکي او ژبپوه علامه اکاډميسین عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت علمي – څېړنیز سمینار د جوړولو کمیسیون دوهمه غونډه نن (شنبه) د چنګاښ په ۱۹مه نېټه ترسره کړه.

په دې غونډه کې لاندې پوهانو او علمي غړو برخه اخیستې وه:

د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب، د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزی، په فرهنګي چارو کې د جمهور رئيس سلاکار زرین انځور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د پښتو څېړنو نړیوال مرکز رئیس څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي، څېړنوال حبیب الله رفیع، څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ، څېړنپوه محمد نبي صلاحي، څېړنپوه عبدالقیوم مشواڼی، څېړنواله جمیله سروري، څېړنوال سید نظیم سیدي او څېړندوی رحیم الله حریفال.

په دې ناسته کې د سیمینار لپاره د کتابونو د چاپ، د مقالو عنوانونو، د سیمینار مالي لګښت او مېلمنو لپاره د ځای د برابرولو او نورو اړينو او لازمو مسائلو بحث وشو.

د يادولو ده چې دغه سيمينار په راتلونکو څو مياشتو کې جوړيږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS