د طبیعي – تخنيکي علومو معاون ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د علومو اکاډمۍ له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۱۳:۲۱
د طبیعي – تخنيکي علومو معاون ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د علومو اکاډمۍ له لابراتوارونو  څخه لیدنه وکړه

نن پنجشنبه د شوال د میاشتې ۱۲مه نېټه د طبیعي – تخنيکي علومو معاون ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د علومو اکاډمۍ له لابراتوارونو (د طبي علومو تشخیصیه – څېړنیز کلینیک او لابراتوار، د کیمیا، بیولوژۍ او کرنې علمي مرکز د اوبو او خاورو لابراتوارونه، د ریاضي، فزیک او تخنیکي علومو مرکز لابراتوار) څخه لیدنه وکړه، په دغه لیدنه کې د نشراتو د رئیس، د طبیعي- تخنیکي علومو د رئیسانو سربېره د اړوندو برخو څېړونکو او متخصصینو هم حضور درلود او د متخصصینو له لورې معاون صاحب ته د ټولو لابراتوارونو په اړه معلومات ورکړل شو او د لابراتوارونو او کلینیک د مسؤلینو له لورې معاون صاحب ته د دغه لابراتوارونو د کیمیاوي موادو د پوره کولو په صورت کې د هر راز استفادې ډاډ ورکړل شو.

ښاغلي معاون صاحب د اړوندو لابراتوارونو او کلینیک د مسؤلینو کارونه وستایل او یاد مسؤلین یې د لا نورو داسې کارونو لپاره تشویق کړل او همدارنګه یې د ټولو لابراتوارونو د اړتیا وړ موادو د پوره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS