"د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د پرمختیايي بهیر څېړنه" اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۳۰
د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د پرمختیايي بهیر څېړنه

دا د هغه اثر نوم دی چې څېړنپوه دوکتور سیدنظیم سیدي د خپلې سرمحققۍ رتبې ته د ارتقا لپاره لیکلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پر ۱۴۰۲ لمریز کال په (۷۱۷) مخونو کې په وزیري سایز کې چاپ کړی دی.

پر یاد کتاب څلورو استادانو تقریظونه لیکلي او د کتاب اهمیت او ارزښت يې په هر اړخیزه توګه واضح کړی دی.

کتاب پر سریزې سربېره څلور څپرکي لري چې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید راغلی او په شالید کې د موضوع په اړه پخواني خواره واره کارونه په ګوته شوي دي، تر هغې وروسته دویم څپرکی دی چې په هغې کې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي سیاسي، ټولنیز او فرهنګي حالات په تفصیل سره څېړل شوي او دا په کې په ډاګه شوي چې دغه مسایل د ټولنې فرهنګي او په ځانګړې توګه ادبي لوری کومې خوا ته او په کومه بڼه بیايي. درېیم څپرکی د وخت په اساسي قوانینو او رسنیو کې د پښتو ژبې دريځ ته ځانګړی شوی، چې بې له شکه د وخت د حکومتونو رښتینولي او نارښتینتوب په بې پرې توګه په ډاګه کوي، ځکه ډېر ځله داسې شوي چې حکومتونو په ښکاره د ژبو د انډول ساتنې خبره کړې، خو د رسنیو په مطالبو او د حکومت په داخلي کړنو کې بیا داسې نه وي او همدا مسایل ژبنۍ او منځپانګیزې ستونزې زېږوي، نو دا څپرکی لومړی په قوانینو کې دا مسایل څېړي او بیا د عمل په جامه کې سترګۍ پسې اچوي.

څلورم څپرکی د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د صعودي او نزولي سیر یا لارو چارو څېړنه ده، چې دا بیا دوې برخې لري، لومړۍ برخه يې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې په پښتو ادب کې د ترسره شوي کار څېړنه ده، چې دغه څېړنه هم په فولکلوري ادبیاتو کې ده او هم په تحریري ادبیاتو کې چې منثور او منظوم ژانرونه دواړه رانغاړي او دویمه برخه يې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د نامتو ادبي او فرهنګي څېرو پېژندنه او د اثارو شننه او ارزونه ده، چې دغو اثارو په شکل د اشکالو زموږ د ټولنې د فرهنګ او ادب په لوري ورکولو او برخلیک په ټاکلو کې عمده رول لوبولی دی او که ووایو چې د ادبیاتو د درېیمې دورې په پړاوونو کې هم ژور رول لري، نو ډېره مبالغه به نه وي.

د کتاب وروستي برخه د پښتو ادب د پرمختیا لپاره د علمي طرحې وړاندې کول دي چې دغه طرحه د ادبیاتو د درېيمې دورې وروستي یا څلورم پړاو په اړه پوښتنې او ځیرنې په ګوته کوي او د نورو ادبي دورو آرونو ته په کتلو سره دغه پړاو هم نوې دوره بولي یا لږ تر لږه ادبي پړاو ننګوي.

نو په ټوله کې کتاب دا او دې ته ورته په لسګونو نور علمي او ادبي مسایل څېړي چې ډېر مسایل يې د ادبیاتو تاریخونه او د ادبي تاریخ دورې ننګوي او څېړونکي هغو مسایلو ته ځير کوي چې نور باید ورته پاملرنه وشي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/Study%20of%20The%20Pashto%20Literature%E2%80%99s%20Progress%20During%20The%202nd%20Half%20of%20the%2020st%20Century.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS