د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۱:۵۵
د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې

علمي ــ څېړنیز کنفرانس

د کیمیا، بیولوژي او کرنې د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څیړنوال دکتور ګل شاه ارینوال د( د ستروسو د نیالګیو د تکثیر لارې چارې )تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس ارایه کړ.

ډېرښت (تکثیر): ډېرښت د نباتاتو د ډېرو غوره خاصیتونو څخه یو خاصیت دی چې موخه یې د نوي نسل بیا تولیدول دي. ډېرښت د نبات د ژوندانه د ضروري شرایطو څخه شمېرل کېږي او د هغې په نتیجه کې هم د نبات ډول ساتل کېږي او هم زیاتوالی مومي. د نباتاتو د ډېرښت لپاره دوې لارې موجودې دي چې یوې ته یې تخمي (زوجي) (Sexual Propagation) او بل ته یې غیر زوجي (Vegetative Propagation) طریقه وایي. زوجي تکثر په روزنځایو کې د نیله بوټو د لاسته راوړلو لپاره په پراخه پیمانه کارول کېږي او په انتخاب (selection) کې د نورو ورایټیو د لاسته راوړلو لپاره استعمالېږي. د ډېرښت دا طریقه تر ټولو اسانه او هر څوک یې کارولی شي. کوم نباتات چې له تخم څخه په لاس راځي ډېره چټکه وده کوي او خورا غښتلې نیلې لري او مقاومت یې زیات دی، خو مېوه لرونکي نباتات یې د یوې خوا ډېرې بدلې شوې نښې لري او له بلې خوا ډېر وروسته په مېوو نیولو پیل کوي چې دا طریقه د اقتصادي ارزښت له مخې په زړه پورې نه برېښې. د دې لپاره چې د نباتاتو نوی نسل یو ډول وي او یو له بله توپیر ونه لري د ورایټیو په زړه پورې بڼه او کیفیت یې بدلون ونه مومي، نو ډېر شمېر نیمه استوایي نباتات په غیر زوجي ډول تکثیروي. د ډېرښت د دې طریقې په واسطه نوی نسل د مورني نبات د بدن له غړو څخه په لاس راځي علت یې دا دی چې د نباتاتو ځینې غړي د بیا نوي کېدو توان لري، یعنې له یوې ځانګړې برخې څخه یې بشپړ نبات تولیدېږي. د نباتاتو په غیر زوجي تکثیر سر د مېوو په واسطه د حجرو وېش سر ته رسېږي او په نتیجه کې د نبات ارثي خاصیتونه په بشپړه توګه ساتل کېږي، خو په دې شرط چې میوټیشن په کې رامنځته نه شي. په غیر زوجي تکثیر کې د مورني نبات ټولې نښې پرته له بدلون څخه ساتل کېږي. غیر زوجي تکثیر مختلف ډولونه لري چې له پیوند (زخه پیوند، ښاخ پيوند)و قلمې او لیرنګ څخه عبارت دي. زموږ د ستروسو په باغونو کې د پورتنیو یادو شویو طریقو څخه د پیوند طریقه ډېره کارول کېږي.

پیوند: پيوند د نیمه استوایي نباتاتو د غیر زوجي ډېرښت لپاره یو د ترټولو مشهورو طریقو څخه ګڼل کېږي. هغه نبات چې پیوند په کې ایښودل کېږي د نیله بوټي (Root Stock) په نوم او هغه نبات چې په نیله بوټي باندې پیوندېږي د پيوند بوټي (Scion) په نوم یادېږي. پيوند په دوه ډوله دی. زخه پيوند او ښاخ پيوند.

زخه پيوند (Budding): په دې پیوند کې یواځې یوه زخه کارول کېږي. زخه پيوند ډېر ډولونه لري چې مشهور یې دا دي:

ټي زخه پيوند (T-Budding)، ټوټه زخه پيوند (Clip Budding)، پټۍ زخه پيوند (Fatch Budding).

ښاخ پيوند (Grafting): په دې پيوند کې له یوې زخې څخه زیاتې زخې، یعنې دوه – درې زخې کارول کېږي. ښاخ پیوند ډېر ډولونه لري چې معمول یې په لاندې ډول دي:

۱ – ژب ښاخ پیوند (Tongue grafting)؛

۲ – سکنه ښاخ پيوند (Cleft Grafting)؛

۳ – د پوستکي لاندې ښاخ پیوند (Bark Grafting).

د یادونې وړ ده چې زوجي او غیر زوجي ډېرښت خپلې ګټې او زیانونه لري چې د کنفرانس په متن کې تشریح شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS