د درېیو تنو د علمي غړو په لومړۍ او دویم علمي بستونو باندې د مقررۍ حکم

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مالي او اداري معاونیت د بشـري سرچینو آمریت د ۲۵/۱۰/۱۴۰۰ او (۴۹) ګڼه شمېرې وړاندیز پر اساس او د رئیس الوزرا په منظورۍ ښاغلی څېړنوال سید نظیم سیدي د سید قاسم زوی د ژبو او ادبیاتو د مرکز رئیس په توګه، ښاغلی څېړنپوه کتابخان فیضـي د سردار خان زوی د کوشاني تحقیقاتو مرکز د رئیس په توګه او ښاغلی څېړنوال محمد آصف احمدزی د الله دوست زوی د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د آمر په توګه د علومواکاډمۍ د بشـري علومو معاون او د علومو اکاډمۍ د دفتر رئیس له خوا رسماً معرفي شول او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.