د دايرة المعارف د مرکز لپاره نوی رئيس معرفي شو

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۵:۲۷
څېړنوال خادم احمد حقيقي

د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رياست د محترم مقام په وړانديز او د رئيس الوزراء د منظوري په اساس څېړنوال خادم احمد حقيقي د دايرة المعارف د نوي رئيس په حيث د یوې غوندې په ترڅ کې معرفي شو او خپلې چارې يې پيل کړې.

په دې اړه جوړه شوې غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د علومو اکاډمي د طبیعي علومو مرستیال محترم مولوي امیرجان ثاقب د موضوع په اړه خبرې وکړې. محترم ثاقب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل:«په ادارو کې تغيير او تبديل يو اصل دی او دا کار په يوې اداره کې د سمون او پرمختګ لپاره کېږي. دايرة المعارفونه هغه څه دي چې د يوه ملت بېلابېل اسلامي، ديني، ملي او ټولنيز ارزښتونه په کې راخوندي کېږي او دا متعهد او په کارپوه کسانو ته اړتيا لري. موږ باور لرو چې د اسلامي امارت له لوري د ټولو رياستونو په ځانګړي ډول د علومو اکاډمي چې په افغانستان کې تر ټولو لوړ علمي – څېړنيز ارګان دی، داسې کسان د مسؤولينو په توګه معرفي کړي چې هغه د کار اهل وي، متعهد وي او په کار پوهېږي چې دا دی نن همدې اصل ته په کتو خادم احمد حقيقي د نوي رئيس په توګه معرفي او يو دروند علمي امانت ور وسپارل شو، خو د دې مسؤوليت د سرته رسولو لپاره موږ بشپړې همکارۍ ته تيار يو.

تر دې وروسته د دایره المعارف پخواني رئیس ښاغلي وجیه الله شپون د خپلو خبرو په ترڅ کې مېلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو سره زیاته کړه، چې د دایره المعارف ریاست لپاره د خادم احمد حقیقي ټاکنه یوه پرځای او غوره ټاکنه ده؛ ځکه چې نوموړی د دایره المعارف په کارونو پوره پوه او برلاسی دی او د دايرة المعارفي کارونه په برخه کې اوږده تجربه لري، موږ به تر خپل وس او توان پورې خپله همکاري ورڅخه ونه سپموو.

وروسته د دايرة المعارف نوي رئيس خادم احمد حقيقي راغلو استادانو او ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د دومره دورند مسؤوليت د سرته رسولو باور يې ورباندې کړی دی. محترم حقيقي په خپلو خبرو کې په نړۍ او سيمه کې د دايرة المعارف د ليکلو په تاريخي پسمنظر لنډې خبرې وکړي او وي ويل:«د سيمې په هېوادونو کې افغانستان لومړنی هېواد و چې د دايرة المعارف په ليکلو يې پيل کړی، خو په اوس وخت کې په ډېرو کمو امکاناتو کار کوي چې بايد پاملرنه ورته زياته شي. څېړنوال خادم احمد حقيقي د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې زه او د دايرة المعارف استادان به په ټول توان، تعهد او مسؤوليت سره راسپارل شوې دنده په پوره اخلاص او صداقت سره پر مخ بيايو، ځکه راتلونکي نسلونه پر موږ حق لري چې د زړه له اخلاصه ورته کار وکړو او را سپارل شوي مسؤوليتونه په پوره امانتدارۍ سرته ورسوو. غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS