د جمهور رئيس له ستر سلاکار سره د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رئيس کتنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۹:۶
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رئیس څېړندوی محمد سرور احمدزي او یو شمیر علمي غړو یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس له ستر حقوقي سلاکار محترم کبیر خان عیسی خیل سره وکتل

نن د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رئیس څېړندوی محمد سرور احمدزي او یو شمیر علمي غړو یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس له ستر حقوقي سلاکار محترم کبیر خان عیسی خیل سره وکتل .په دې کتنه کې چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه دواړو لورو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز او د جلالتماب جمهور رئیس د حقوقي سلاکار د دفتر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د رامنځته کولو د څرنګوالي په اړه تفصیلي خبرې اترې وکړې. د جمهور رییس ستر حقوقي سلاکار محترم عیسی خیل صاحب د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز فعالیتونه،لاسته راوړنې او علمي څېړنې وستایلې او په هېواد کې د علمي - څېړنیزو ادارو،بنسټونو او مرکزونو ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له علمي فعالیتونو او چارو څخه ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې دواړو لورو توافق وکړ چې په راتلونکي کې به د ګډو څېړنو په برخه کې له یوبل سره مرستې او همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS