د تفکر جریدې نوې ګڼې چاپ او خپرې شوې!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۳:۵۵
د تفکر جریدې نوې ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي ویاړي چې د تفکر میاشتنۍ جریده له ۱۴۹۴لمریز کال راهیسې د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه په اوزبیکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشه يي، پامیري(شغناني) او ګوَري ژبو نشـرات لري. دې جریدې د یاد انسټیټوټ د خپرنیز ارګان په توګه له پیله تر دې دمه د پورتنیو ژبو د ژبې، ادب، فولکلور او فرهنګ په اړه د بېلابېلو څېړونکو او لیکوالو بېلابېلې مقالې او لیکنې خپرې او نشـر کړي دي چې د همدې لړۍ په دوام یې دا دی د ۱۴۰۱لمریز کال د زمري، وږي، تلې، لړم، لیندۍ، مرغومي او سلواغې میاشتو اووه ګڼې تازه له چاپه راوتلې دي.

د یادو ژبو پوهان، څېړونکي او لیکوالان خپلې مقالې او لیکنې د تفکر جریدې مدیریت ته د چاپ او خپراوي په موخه را استولی شي.

یادې ګڼې له لاندې تړوني [لینک] څخه کتلې او هم ښکته‌کولای شئ:

https://asa.gov.af/ps/node/1921

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS