د تاریخي او معاصرو لیدونو په رڼا کې د افغانستان اسلامي امارت د جیوپولیټیک ارزونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۵
ښاغلي څېړندوی عمران زکریا

علمي – څېړنیز کنفرانس

د افغانستان علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي ښاغلي څېړندوی عمران زکریا (د تاریخي او معاصرو لیدونو په رڼا کې د افغانستان اسلامي امارت د جیوپولیټیک ارزونه) تر سرلیک لاندې، پر ۱۰/۱۱/۱۴۰۳ هـ.ل. نېټه د پوهانو او څېړونکو په شتون کې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

جیوپولیټیک د یو هېواد پر بهرني سیاست د جغرافیوي فکټورونو اغېزه ده، چې د هېوادونو موقعیت، د سیمو ترمنځ واټن، د هېوادونو خاوره، اقلیم او طبیعي سرچینې پکې مهم رول لوبوي. همدارنګه، جیوپولیټیک د جغرافیايي ترتیباتو په اړه د سیاسي او ټولنیزو مشرانو عملي پرېکړو ته هم اشاره کوي. په بل عبارت، جیوپولیټیک له یوې خوا د جغرافیايي فکـټورونو او لیدلورو او له بلې خوا د سیاسي پروسو ترمنځ د تعامل تحلیل دی، چې جغرافیايي فکټورونه او سیاسي پروسې دواړه متحرکې دي او یو بل اغېزمنوي.

څېړونکي د موضوع هدف ته په کتو چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان په جیوپولیټیک کې نوي بدلونونه رامنځته شوي دي، د افغانستان د جیوپولیټیک تاریخي بحث ته اشاره وکړه، چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې افغانستان د تزاري روسیې او برتانوي هند ترمنځ د بفر هېواد په توګه پېژندل کېده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په ځانګړي ډول په افغانستان باندې د شوروي له یرغل سره سم د افغانستان بېطرفي او د بفر په توګه د افغانستان رول په بشپړه توګه له منځه ولاړ. د تاریخ په اوږدو کې، کمزوري اقتصاد تل په افغانستان کې د سترو قدرتونو نفوذ ته زمینه برابره کړې، چې اړتیا ده افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپل ځان بسیا شي.

د امریکا متحده ایالاتو وتلو او د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو سره د افغانستان او سیمې جیوپولیټیک بدلون موندلی دی، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان او سیمه ییز ثبات په موخه د افغانستان اسلامي امارت سره تعامل ته مخه کړې ده. د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې هڅه کوي د سیمې سیالو قدرتونو ترمنځ په اړیکو کې بېلانس رامنځته کړي، چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د سترو قدرتونو د جیوپولیټیکو سیالیو مخه ونیسي او اقتصادي همکاریو ته زمینه برابره کړي. د افغانستان جیوپولیټیکو واقعیتونو ته په پاملرنې، اسلامي امارت د جیوپولیټیکو ننګونو د مخنیوي په موخه اړ دی چې د ملي ګټو د خوندیتوب په ترڅ کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل پراخ کړي، چې له یوه لوري بین المللي رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي او له بل لوري د سیمه ییزو همکاریو په موخه په سیمه ییزو سازمانونو کې د افغانستان بشپړ غړیتوب ته زمینه برابره شي.

په ټوله کې، د یوویشتمې پېړۍ په پیلېدو سره او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو سره د سیمه ییزو پروژو د تطبیق بحث چټک شوی او داسې ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان جیوپولیټیک په سیمه ییز اتصال کې مطرح شوی دی. نو وړاندیز کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت دې د جیوپولیټیکو واقعیتونو په پام کې نیولو سره په واقعي معنی د بهرني سیاست توازن په پام کې ونیسي او د بین المللي غونډو له لارې دې په طبیعي سرچینو کې د پانګونې او د سیمه ییز اتصال په موخه د افغانستان ستراتیژیک موقعیت لپاره لابي وکړي او ورته مهال، د دې دوو جغرافیايي فکټورونو له مخې دې د افغانستان راتلونکی بهرنی سیاست هم تنظیم کړي.

د کنفرانس په اوږدو کې، د ګډونوالو له لوري بېلابېلې پوښتنې مطرح شوې، چې د کنفرانس وړاندې کوونکي له لوري د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول او په پای کې دغه علمي – څېړنیز کنفرانس د ارزیابۍ کمېسیون له لوري د رایو په یووالي سره مثبت ارزیابي شو او یاده غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS