د امام بخاري او امام ترمذي د بين المللي سيمينارونو د جوړېدو په اړه غونډه وشو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۳۸
د امام بخاري او امام ترمذي د بين المللي سيمينارونو د جوړېدو په اړه غونډه وشو

نن شنبه د ثور د مياشتې په اتلسمه نېټه د علومو اکاډمي د رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په مشرۍ د امام بخاري او امام ترمذي د بين المللي سيمينارونو د جوړېدو په اړه لومړنۍ غونډه وشوه ، په غونډه کې د جمهوري رياست د دفتر رياست په استازولۍ ښاغلي سيد حميد سادات او حج او اوقافو وزارت استازي او د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې معاون ، رئيسانو او يو شمېر استادانو ګډون کړی و، په غونډه کې د سيمينار په اړه په اړوندو مسايلو بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د سيمينار لپاره دې علمي ، تدارکاتي ، فرهنګي او تشريفاتي کميسونونه جوړ شي او راتلونکې اوونۍ کې دې غونډې ته خپل ګزارشونه وړاندې کړي. بايد يادونه وکړو چې دا سيمينار به په نږدې راتلونکې کې د سيمې او نړۍ د اسلامي هېوادونو په ګډون په افغانستان کې جوړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS