د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع غونډه دایره شوه؛

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۱:۵۲
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع غونډه دایره شوه؛

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اکاډمیسین او کاندید اکاډېمسین علمي رتبو تر لاسه کولو لپاره د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع غونډه د علومو اکاډمۍ د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود په مشرۍ او د ښاغلي اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي شورا د غړو په ګډون په 6/5/1401 نېټه دایره شوه. د عمومي مجمع دې غونډې ته د اکاډمیسین علمي رتبې تر لاسه کولو لپاره د شپږو تنو کاندیدانو د علمي آثارو د ارزونې راپورونه چې د علومو اکاډمۍ د علمي شورا له لوري د ټاکل شوو کمېسیونونو له لوري بشپړ شوي وو، وړاندې شول. د علومو اکاډمۍ د قانون د (۲۵) مادې پر بنسټ له شپږو تنو کاندیدانو څخه یوه کاندید ښاغلي څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي د ۵۶ علمي او څېړنیزو چاپ کتابونو په درلودو چې ۱۴ آثار یې د آثارو د ارزونې د کمېسیون له لوري نوښتي او ابداعي ګڼل شوي او تر څنګ یې ۴ علمي ـ څېړنیزې مقالې په نړيوالو ژورنالونو کې هم خپرې شوي؛ د علمي مجمع د غړو له لوري د سري رایې اچونې په ترڅ کې ورته د رایو په اکثریت سره د اکاډمیسین علمي رتبه تأیید شوه.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع دایرېدل د علومو اکاډمۍ لپاره غوره لاسته راوړنه وګڼله، نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وروسته به د افغانستان نورو په شرایطو برابرو پوهانو ته هم د اکاډمیسین او کاندید اکاډمیسین علمي رتبو د ترلاسه کولو زمینه مساعده شي.

همدارنګه ښاغلي اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع دایرېدل د علومو اکاډمۍ او د افغانستان د بېلابېلو اکاډمیکو بنسټونو د پوهانو لپاره یوه غوره زېری وګڼه، د علومو اکاډمۍ له مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې د علمي مجمع د دایرېدو زمینه یې مساعده کړه، چې ورسره به په راتلونکي کې د افغانستان نورو پوهانو ته هم دغه لوړې علمي رتبې ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS