د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۵:۲۱
د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د جوزا د میاشتې ۱۸ مې نېتې سره برابره ده، د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ.

په دې ملاقات کې د هېواد په علمي، فرهنګي، اقتصادي پرمختګ باندې بحث ترسره شو، د علومو اکاډمي رهبرۍ بهر میشتي متخصیصین پانګوال او مخور شخصیتونه را دعوت کړل چې د هېواد د آبادۍ او ترقۍ لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي او د خپلو علمي تجاربو او پانګې په وسیله د دې ټولنې د ځان بساینې سبب وګرځي.

همدا شان راغلو میلمنو هم د زده کړو، اقتصادي پرمختګ او د یو بل منلو په اړه خپل نظریات په ازادانه ډول مطرح کړل او په دې اړه یې د لازیاتو بحثونو او مجالسو د دایرولو تاکید وکړ.

په پای کې د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا راغلیو میلمنو ته کتابونه ډالۍ کړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS