د افغانستان د علومو اکاډمي د چاپ شویو کتابونو او مجلو مخکتنه وشوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۶:۱۲
د افغانستان د علومو اکاډمي د چاپ شویو کتابونو او مجلو مخکتنه وشوه

په ۱۴۰۱لمريز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د چاپ شویو کتابونو او مجلو مخکتنه د کب په ۱۷مه نېټه د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه. د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ مولوي فرید الدین محمود صاحب وکړه. نوموړي وویل: مونږ باید د خپل علم په مقتضا باندې عمل وکړو، هر هغه څوک چې د خپل علم په مقتضا باندې عمل وکړي، الله تعالی ورته هغه علوم په برخه کوي چې دی پرې علم هم نه لري او هغه خلک چې د خپل علم په مقتضا عمل نه کوي، الله تعالی هغه له حیواناتو سره تشبیه کړي دي.

ده زياته کړه، افغانستان په نړیواله کچه له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دی، خو علومو اکاډمي له دې سره سره سږ کال ډېر ګټور او مفید کتابونه د خپل ولس د ښې روزنې او فکري پیاوړتیا په موخه چاپ کړي دي، ځکه چې زمونږ هدف په يوه مفکوره د ملت راټولول دي.

د هغه په وینا، له ټولو هېوادوالو څخه هیله لرو چې دا کتابونه په دې نیت مطالعه کړي او ویې ګوري چې زمونږ په منځ کې په هر چا کې که څه منحرف افکار راغلي وي، هغه په دې سره لرې شي او اسلامي ذهنیت او مفکوره له همدې لارې پیاوړې شي.

وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي د علومو اکاډمي د روان کال د علومو اکاډمي د لاسته راوړنو او فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین ښاغلي مهاجر فراهي په خپله وینا کې وویل: لکه څرنګه چې افغانستان په فزیکي برخه کې ستونزې لري، په همدې ډول په فکري برخه کې هم ډېر مشکلات لري، نو اړتیا ده چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي او په تېرو شلو کلونو کې چې کوم کتابونه افغانستان ته راغلي او منحرف افکار او ذهنیتونه یې په ټولنه کې رایج کړي او په خلکو یې کار کړی، داسې کتابونه زمونږ د ځوانانو لپاره هېڅ په ګټه نه دي.

د ده په خبره، د علومو اکاډمي دا ډېر په زړه پورې اقدام دی چې زمونږ هېوادوالو ته یې د دوی د افکارو د اسلامي روزنې په برخه کې پورته کړی او باید په راتلونکي کې هغه کتابونه چې ټولنه انحراف ته بیایي، تشخیص کړي او له منځه یې یوسي او پر ځای یې هغه کتابونه چې زمونږ ټولنې او خصوصا ځوانانو ته په ګټه وي، وړاندې کړي.

ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد عمر جلال د دې ریاست د لاسته راوړنو او نشراتو او د چاپ شویو کتابونو په برخه کې لنډ راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې سږ کال ۳۳ عنوانه کتابه او ۳۸ عنوانه مجلې او ۴۵ عنوانه جریدې چاپ شوي.

نوموړي په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر نورو کتابونو د چاپولو خبر هم ورکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز رئیس سید احمد الله هاشمي وینا وکړه، ویې ویل: د ژباړې مرکز په ډېر کم وخت کې چې ټوله کاري موده یې پنځه میاشتې کېږي، خپلې ټولنې ته په بېلابېلو برخو کې ګټور کتابونه په ملي ژبو ژباړلي او وړاندې کړي دي او په راتلونکي کې هم هوډ لري چې په مختلفو برخو کې چې هر یو کتاب به یې له دوه ټوکه نیولې تر شپږو ټوکو پورې وي، وژباړې او خپلې ټولنې ته یې وړاندې کړي.

غونډه د علومو اکا‌ډمي د مرستیال شیخ الحدیث امیر جان ثاقب له خوا وړ کسانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS