د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۴۲
څېړندوی وجیه الله ظهیر

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۳ مه نېټه چې د ۱۴۰۴لمریز کال د تلې د میاشې له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي( څېړندوی وجیه الله ظهیر)، د ټولنیزو علومو په مرکز کې له خپلې علمي او څېړنیزې پروژې «د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې ۱۳۸۰ - ۱۴۰۳ل» څخه دفاع وکړه.

د یادې څېړنې موخه دا وه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي اړیکو جریان، د پالیسیو بدلونونه، د جګړو او امنیتي تعاملاتو اغېزې، او د دواړو هېوادونو په سټراټيژیکو تعاملاتو کې د افغانستان دریځ په ژور ډول وڅېړي. د پروژې مبرمیت په دې کې و چې دا څېړنه د هېواد د نړیوالو اړیکو او د پالیسۍ د جوړونې د پوهې لپاره مهم علمي شواهد وړاندې کول. د څېړنې مېتود، په ټوله کې د کیفي او بیا د تاریخي، توصیفي او تحلیلي کړنلارو په ترکیب ولاړ و، چې په کې د اسنادو تحلیل، د رسمي راپورونو، مقالو او د پالیسیو اړوندو سرچینو څخه ګټه اخیستل شامل وو.

همدارنګه څېړنې ښودله چې په تېرو دوو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یادو اړیکو بېلا بېل پړاوونه طی کړي او د پایلې عمده ټکی دا و چې امریکا دغه اړیکې تل د خپلو ګټو له زاویې سنجولې او د افغانانو ملي ارادې ته یې پاملرنه نه کوله.

همدرانګه پای کې د دفاع جریان او پروسه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ارزیابۍ د کمېسیون د محترمو غړو له لوري د پروژې علمي ارزښت ته په پام د رایو په اکثریت سره تائید شوه، او محترم څېړونکي ته د لا نورو بریاوو غوښتنه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS