د اسلامي هېوادونو د وروسته والي په تړاو د افغانستان د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه؛

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۹:۲۴
د اسلامي هېوادونو د وروسته والي په تړاو د افغانستان د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه؛

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې اسلامي هېوادونو د وروسته والي په اړه د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه چې وروسته بیا مولوي صاحب محمد بدرالزمان عاسیر وینا وکړه او ورپسې د علومو اکاډمي حقوقي مشاور مولوي رحمت الله مخلص هم د غونډې ګډون والو ته په دې اړه مهمې خبرې وکړې او په اخر کې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد اکبر مقسط په علماء کرامو د باور کولو او په ټولنه کې ورته د ارزښت ورکولو او د اسلامي هېوادونو د وروسته والي د مهمو لاملونو په تړاو اړینه وینا وکړه، او په پای کې یې د امیر المؤمنین د فرمانونو منلو په اړه مهمه توصیه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS