د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکې علومو د معاونیت یوازینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په کال 1368 هـ . ش. کې یې خپروني پیل کړيدي. نوموړي مجله چې په هرو درې میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیری، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي او نورو برخو مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پوري 55 ګڼې چاپ شوي دي. دا دی اوس د طبیعت مجلې (56 – 57) -امه ګڼه د څېړنیار سید نعیم سایق په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوی ده چې 186 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابېلو برخو په اړه پکې 13 علمي – څېړنیزي مقالې چاپ شوي دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:
د مقالي سرلیک |
د لیکوال نوم |
|
سرمحقق دكتور احمد شاه عمر وردگ |
|
څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل |
|
معاون سرمحقق محمد میا مرهون |
|
معاون سرمحقق داکتر تیمور شاه علیم منګل |
|
څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردگ |
|
محقق انجنیر مریم کوهستانی |
|
محقق مریم سادات |
|
پوهندوی محمد واثق حسینی |
|
معاون محقق انجنیر سید رضا احسانی |
|
پوهنیار محمد عارف نیرو |
|
معاون محقق نگینه زاهر |
|
څېړنیار محمد منیر نظیري |
|
پوهنیار سید نادر نادری |
یادونه: مينه وال کولای شي چې د طبیعت ژورنال دغه ګڼه او د طبیعي علومو د نورو برخو په اړه علمي – څېړنیز آثار په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپرونو او عامه اړيکو رياست څخه ترلاسه کړي.