د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳
د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یواځینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۶۸هـ. ش کال کې یې خپرونې پیل کړې دي. دا مجله چې په هرو درېيو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه په کې د طبیعي علومو د مختلفو برخو، لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژۍ، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي او نورو برخو مقالې نشريږي چې تر اوسه پورې يې ۵۱ ګڼې چاپ شوې دي.

دا دی اوس د طبیعت مجلې ۵۲ – ۵۳مه ګڼه د څېړنیار سید نعیم سایق په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده چې ۱۷۵ مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابیلو برخو په اړه په کې ۱۴ علمي – څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

1. تأثیر متقابل جیوسیستم های پلیت ... / څېړنپوه حیات الله امینی

2. د BPH په درملنه کې د الفا بلاکر... / څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

3. ریزین پولی ایستر و طرز سنتیز ... / څېړنوال زلیخا نیازی دهیار

4. دکبدي سیروز د عمده لاملونو او ... / څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ

5. ارزیابی اقتصادی برق تولید از صفحات ... / څېړنوال انجنیر نجیب الله حسینی

6. د نعناع د بوټي (Mentha piperita) غذايي ... / څېړنوال جمت الله حسیني

7. بــررسی تـأثیرات حـرارت، رطـوبت و... / څېړنوال محمدمیا مرهون

8. ارومــاتراپي او د هغې د ډولـونو څېړنه / څېړنوال جمت الله حسیني

9. ارزیابی آسیب پذیری ساختمان های ... / څېړندوی محمد مرتضی شیرزوی

10. شناسایی رژیم های بارنده گی و بررسی ... / څېړندوی عبدالرحمن لطیف

11. بررسی تنوع بیولوژیکی و برخی شیوه... / څېړنیار نگینه زاهر

12. تحلیل و ارزیابی پل های کیبلی معلق / څېړنیار مجتبی احمدی

13. د اسلام له نظره د اوبو، خاورې او ... / څېړندوی محمد یعقوب عبدالرحیمزی

14. په عصري ودانیو کې د اوبو د سپمولو ... / پوهندوی ديپلوم انجنیر فضل الرحمن حقیار

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS