د «سيمه ييز مطالعات» ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۹:۳۲
د «سيمه ييز مطالعات» ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ هـ.ش کال کې يې خپرونې پېل کړې، چې تراوسه يې ۵۴ ګڼې خپرې کړې دي. په دغه ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو تحليلي بحثونه خپريږي، همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه هم خپرېږي.

د سيمه ييزو مطالعات ژورنال نوې ګڼه چې تازه له چاپه راوتې، ټول ۲۲۹ مخونه لري چې په کې د سيمه ييزو حالاتو په اړه ۱۰ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱- سودان پس از عمر حسن البشير/ محقق غلام نبی حنفی.

۲- د امريکا متحده ايالاتو او منځنۍ آسيا هېوادونو اړيکې / څېړندوی محمد سرور احمدزی.

۳- سياست فرهنګی چين و کاربرد آن در افغانستان بعد از ۲۰۰۱م/ معاون محقق زهره محمدزۍ.

۴-په جنوبي قفقاز کې د روسيې موخې/ څېړندوی عبدالخالق فردوس.

۵- جايګاه ترکيه در سياست خارجی افغانستان/ محقق راضيه غوث.

۶- د افغانستان – پاکستان په اړيکو ښه کولو کې د چين رول او موخې / څېړنيار احسان الله احسان.

۷- تأمين صلح و آشتی ملی در تاجکستان/ سرمحقق عبدالرحيم بختانی خدمتګار.

۸- د ديوبند درالعلوم سياسي فکر او پر افغانستان يې اغيزې / څېړندوی عبدالصبور مبارز.

۹- د هند په سياسي نظام کې د ښځو ونډه / څېړندویه خاطره شينوارۍ.

۱۰- له برجام څخه د امريکا متحده ايالاتو وتل او پر افغانستان يې اغيزې/ څېړندوی رحمت الله همت.

ټول هغه مينه وال چې غواړي «سيمه ييز مطالعات» ژورنال دغه ګڼه ترلاسه کړي، نو کولای شي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعات مرکز او يا هم د علومو اکاډمۍ د خپرونو او عامه اړيکو رياست سره په اړيکه کې شي.

يادونه: د پوهنتون محصلين او د مکتبونو شاګردان کولای شي دغه ګڼه په ۴۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS