خبرتیا

Ezatullah_admin
سیمه اییزو مطالعاتو خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په پام کې لري چې په هېواد کې د لیکوالانو او څېړونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د څېړنې میتودولوژي او متن پوهنې کورسونه پیل کړي؛ مینه وال کولای شي خپل غوښتنلیک د دې  ab.ferdaus@gmail.com  بریښنالیک له لارې  را استولی شي.

یادونې:

  • په غوښتنلیک کې باید د تحصیل درجه، څانګه او د وټساپ شمېره شامله وي.
  • د پورتنیو کورسونو څخه  یو او یا دواړه ټاکلی شي.
  • په دې کورسونو کې تدریس د علومو اکاډمۍ علمي غړيو او د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځيو د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو استاد څېړنپوه زلمي هېواد مل له لوري تر سره کېږي.
  • درس به په اونۍ کې یوه ورځ وي.
  • د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان ۱۴۰۱ ل. کال د وږي / سنبلې د میاشتې لسمه نېټه ده، تر دې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه منل کېږي.
  • د کورسونو د پیل نېټه د روان ۱۴۰۱ ل. کال د وږي / سنبلې د میاشتې پنځلسمه نېټه ټاکل شوې ده.
  • د کورسونو په پای کې بریالیو ګډونوالو ته د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د فراغت تصدیق پاڼې ویشل کېږي.
  • د کورس په اړه د معلوماتو لپاره د وټساپ د دې ۰۷۸۹۱۰۰۶۵۰ شمېرې له لارې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي منشي څېړندوی عبدالخالق فردوس سره اړیکه ونیسئ.

 

په درنښت

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز

اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ژبې آزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د تیرې دوه‌نې (دوشنبې) ورځي ( 20/تلې/۱۴۰۵) نېټې د علومو اکاډمي د کادري بستونو نوماندانو د ژبې آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

د علومو اکاډمي د کادري بستونو د ژبې ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د علومو اکاډمۍ د کادري ازموینې کمېټه په مسلکي ازموینه کې له بریالي شوو نوماندانو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوه‌نۍ (دوشنبې) په ورځ د ژبې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمه‌ییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په . . .

Back to announcements