آریانا (لرغونی افغانستان) اثر چاپ شو.

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳
لرغونی افغانستان

دا اثر پیاوړي لیکوال، تاریخپوه، ډيپلومات ښاغلي عبدالرحمان پژواک په انګلیسي ژبه لیکلی چې د علومو اکاډمۍ د ژباړي مرکز غړي ښاغلي محمد جواد تیموري پښتو ژبې ته راژباړلی او د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له خوا چاپ شو.

د دغه اثر پښتو بڼه ټولټال ۱۷۸مخونه لري، چې د افغانستان د تاریخ لیکنې په اړه یې د ځینو مورخینو نیمګړتیاوې، ناسم تعبیرونه او لیکنې په ډاګه کړي دي. د دغه اثر منځپانګه د افغانستان د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې لنډ تاریخ دی، چې پر نورو علمي او تاریخي اهدافو سربېره، یو هدف یې دا دی چې بهرنیان د افغانستان له تاریخ، مدنیت او فرهنګ سره په سمه توګه آشنا کړي او د ځینو افغان دښمنه مورخینو خطاوو او تېروتنو ته ځواب ووايي. پر دې سربېره، پر دغه علمي او تاریخي اثر د علومو اکاډمۍ د تاریخ انستیتوت آمر ښاغلي څېړنپوه دوکتور محمد شریف ځدراڼ تعلیقات هم لیکلي چې د کتاب علمي منځپانګه یې نوره هم بډایه کړې ده.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-02/Aryana%28Ancient%20Afghanistan%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS