«په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د عملي-څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۹
«په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د عملي-څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

په دې علمي اثر کې د افغانستان د پرمختیايي بهیر مهم اړخونه په ژوره علمي-څېړنیزه توګه ارزول شوي دي. د څېړنیزو مقالو په دې ټوګه کې په افغانستان کې د پایښت لرونکي پرمختګ پر وړاندې شته ستونزې څېړلي، عملي حل لارې وړاندې کړي او له موجوده فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لارې چارې روښانه کړي دي.

دغه اثر ۹ بېلابېلې مقالې لري چې په مهمو موضوعاتو لکه ښه حکومتولي، سیاسي او اقتصادي پرمختګ، اسلامي بانکولي، کرنه، ګرځندوی او د پایښت لرونکي پرمختګ په برخه کې نوې کېدونکې انرژۍ تمرکز کوي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/Sustainable%20Development%20in%20Afghanistan%20Challenges%20and%20Opportunities.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS