د ډيسمبر پنځمه؛ د خاورې نړيواله ورځ

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۳:۱۹
د ډيسمبر پنځمه؛ د خاورې نړيواله ورځ

د خاورې نړيواله ورځ په لومړي ځل ۲۰۰۲م کال کې د خاوره پوهنې د نړیوالې ټولنې International Union of Soil Sciences (IUSS) له خوا د تایلینډ هېواد په پاملرنې او د FAO د سازمان په همکارۍ د ملګرو ملتونو ۶۸مې عمومي اسامبلې ته د یادې ورځې د نومولو وړاندیز وکړ، چې په ۲۰۱۴م کال کې په رسمي ډول د ډيسمبر پنځمه د خاورې د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

په کرنه کې د دې ورځې د نماځنې موخه د خاورې په اهمیت او اداره باندې د عامه پوهاوی زیاتول دي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د دې ورځې د نمانځنې شعار: «خاوره ژوندۍ وساتئ او د خاورې حیاتي تنوع خوندي کړئ»، "Keep Soil Alive, Protect Soil Biodiversity" ده.

خاوره باید تل روغه او ښېرازه وي او له تخریب څخه خوندي وساتل شي او حاصلخیزي یې معلومه شي. په همدې موخه د افغانستان د علومو اکاډمي په خپل لس کلن ستراتیژیک پلان کې په ټول افغانستان کې د خاورو د حاصلخیزۍ د کچې د معلومولو په نوم یوه څېړنه پیل کړې ده چې په ټوله کې يې موخه د افغانستان د حاصلخېزه خاورو د احصايې معلومول دي.

يوه برخه يې د افغانستان د علومو د اکاډمي د کرنې انستيتوت له خوا د ننګرهار او لغمان په ولایتونو کې عملي شوې او پاتې برخه به یې هم له پلان سره سمه په پاتې کلونو کې د امکان په صورت کې عملي شي او پایلې به یې د کرنې وزارت، د کرنې د برخې څېړونکو او کروندګرو سره شریکې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS