د رسول الله صلی الله علیه و سلم د بختور میلاد په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډمي پیغام

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۱:۵۵
د رسول الله صلی الله علیه و سلم د بختور میلاد په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډمي پیغام

الله تعالی فرمایي: «و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین» الانبیاء: ۱۰۷ایت، یعني: (ته مو یوازې او یوازې د عالمیانو لپاره رحمت را استولی یې).

څومره بختور یې چې دنیا دې بختوره کړه

څومره منور یې چې دنیا دې منوره کړه

«عطاء»

د رحمة للعالمین صلی الله علیه وسلم زوکړې او بعثت په نړۍ کې جهالت او تورتمونه له منځه وړي او پر ځای یې د علم، عدل او انصاف رڼا راوړې ده، ټولو افغانانو، ورونو او خویندو او د ګردې نړۍ مسلمانانو او نورو دین دوستو او منصفینو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.

الله تعالی دې وکړي چې سږنی کال د رحمت، خواخوږۍ، سولې او سوکالۍ کال او څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عالمیانو رحمت دی، دغه کال د نړۍ مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغان مظلوم او کړېدلي ملت لپاره د رحمت او سولې کال وګرځي، د سولې خبرې اترې بریالۍ شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې فرمان: «الراحمون یرحمهم الرحمن»، (په رحم کوونکو رحمان ذات رحم کوي) مستحق وګرځو.

اباسین یوسفزی څه ښه وایي:

له بې سترګو چې تیاره او رڼا نه پېژني

هغه دې ړوند شي پیغمبره چې تا نه پېژني

***

به مصطفی برسان خویش را که دین همه اواست

اگر به او نرسیدی تمام بولهبی است

اقبال لاهوری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

بررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بررسی برنامه های تربیتی مریدان از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي - څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه « بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیاد بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې. . .

BACK TO NEWS