د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په انګړ

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۶
سیمه ییز مطالعات

د افغانستان د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په انګړ کې د دغه مرکز د رئیس څېړندوى محمد سرور احمدزي، علمي غړو او اداري کارمندانو له خوا ۲۵۰ مېوه لرونکي او زینتي نيالګي کېښودل شول.
د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشرتابه په دې برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمي له عمومي رئیس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب، د کابل ښاروالۍ له مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال احمدزي، د دې ادارې له ویاندې نرګس مومند حسن زۍ او د مالي او اداري مرستیال د دفتر له رئیس نېک محمد نوري له همکاریو او هلو ځلو نړۍ مننه کوي.
د ګران هېواد د سمسورتیا او ابادۍ په هیله!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS