د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې
د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري. د روان (۱۴۰۵ل) کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتو په دوه ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو.
د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتو په ګڼو کې خپرې شوې مقالې
۱. د داستاني ادب جوړښت؛ د ليکنې اصول او لارې (۳) برخه/ اکاډميسين څېړنپوه دوکتور سيد محی الدين هاشمي
۲. پښتو ولسي ادب (۱) برخه / پروفيسور محمد نواز طائر؛ ژباړن: محمدالله ساپی
۳. تمثيل / جاوېد افتاب
۴. په اوسني پښتو شعر کې د ازاد شعر د تعريفنامې کره کتنيز ماډل / طالب منګل
۵. غزالي له ډيکارټ څو پېړۍ وړاندې / څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی
۶. د کاظم خان شيدا د يوه بيت شننه / پروفيسور دوکتور حنيف خليل
۷. په پښتو او دري ژبو باندې د ژبني اختلاط د پېښېدو اساسي لاملونه / څېړندوی شوکت الله عمر
۸. اوپرا / څېړنپوه دوکتور سيدنظيم سيدي
۹. پښتو ولسي ادب (۲) برخه / پروفيسور محمد نواز طائر؛ ژباړن: محمدالله ساپی
۱۰. سېمبول / جاوېد افتاب
۱۱. د پښتو، پارسي او بلوچي ژبو تر منځ وييزي اړيکې / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون
۱۲. برياليتوب او ماتې / ژباړه: څېړندوی محمد اتل انګار
۱۳. ايا له ژبې سره هويت اړيکه لري؟ / دوکتور مسعود پښتون
۱۴. د عبدالقاهر جرجاني له نظره "معنی المعنی" نظريه او د مقاصدو تفسير/ څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی
۲۹. دلالت او نښپوهه / پوهندوی سميع وحدت
يادونه:
د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.
https://asa.gov.af/ps/zairy_journal
تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیب کړئ.
