غونډې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډميسين علمي رتبې نمانځغونډه

د افغانستان په علومو اکاډمي کې څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو نمانځغونډه د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ په ۷/۱۱/۱۴۴۵هـ. ق = ۲۵/ ۲/ ۱۴۰۳ل نېټه جوړه شوه. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، وروسته د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه محمد یاسین فرهمند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د زراعت انسټیټوټ آمر څېړنپوه محمد میا مرهون له لوري د اکاډمي له خوا د څېړنپوه دوکتور سکندر حسیني ته د کاندید اکاډمیسین علمي رتبې وړاندیز او د رئ یس ال وزراء د منظورۍ حکم ولوستل شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۲۷
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ ال.حدیث مولوي فرید ال.دین مح.مود پرون په خپل ریاست کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل. یادو استازو په دغه کتنه کې د ښې حکومتولۍ او بېلا بېلو برخو کې د مثبتو بدلونونو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې روان وضعیت د هغه څه سره توپیر لري چې د یو شمېر مغرضو رسنیو پرمټ نړیوالو ته وړاندې کېږي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د وری میاشتې پر ۱۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۱ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۹:۵۶
Background image

د افغانستان په علومو اکاډمي کې د شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي غړیتوب او څېړنپوه/ سرمحقق علمي رتبې په ویاړ غونډه جوړه شوه؛

غونډه د پل خشتي لرغوني او مرکزي جامع جومات د امام قاري فرید الله غفوري له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب پرانیستونکې وینا وکړه او د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه.

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۴:۲۹
Background image

د افغانستان بېطرفه بهرني سياست په اړه د جوړېدونکي علمي - څېړنيز سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو ناسته وکړه

کابل: ۱۴۰۲/لیندۍ/۶ د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له لوري د قوس پر ۱۵مه نېټه «د افغانستان بېطرفه بهرنی سياست» ترسرليک لاندې عملي - څېړنيز سيمينار جوړېږي. د دغه سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو غړو نن د دوشنبې ورځ د دغه سيمينار د لا ښه تنظيم په موخه غونډه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۴:۲۲
Background image

د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون غونډه جوړه شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ، نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د تلې مياشتې پر ۹مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو ګډون کړی وو او کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وږی میاشتې پر ۲۱ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۰:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وږی میاشتې پر ۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

Pagination