فمینیزم او پښتو ادب

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۹:۲۷
فمینیزم او پښتو ادب

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړې څېړندويې بي بي فضيلې احمدي د «فمینیزم او پښتو ادب» په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ وړاندې کړ.

هغې وويل:

فمینیزم یوه فرانسوي کلمه ده چې په پښتو کې ښځمنواله او ښځمنپاله ورته نږدې کلمې دي. فمینیزم یو نړیوال فکر دی چې اوس پر یوه فرهنګي جریان اوښتی، د فرهنګ بېلابېل اړخونه ترې اغېزمن شوي چې ادبیات هم په کې راځي، د دغه جریان حرکت په بېلابېلو ځایونو کې په جلا جلا بڼو او د خپلو خپلو امکاناتو په حدودو کې رامنځته شوی، خو عمومي موخې یې سره شریکې دي او هغه لکه نارینه په څېر ښځمنو ته هم په اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او ادبي برخو کې د برابر حق د ورکړې لپاره مبارزه ده.

فمینیزم بالعموم په درېيو پړاوونو کې وده کړې او د یوې نظریې په توګه زموږ ادبي محتوا هم ترې اغېزمنه شوې ده چې د ادبیاتو د معاصرې دورې په پنځونو کې یې ډېرې بېلګې موندلای شو. فمینیستي فکر زموږ په ادبیاتو کې ځانګړي حدود لري چې دغه موضوعات په کې راځي:

د ښځو مستقل هویت، اسلامي دریځ، آزادي، حُرمت، زده کړې، ټولنیز او سیاسي ګډون، د ناوړو دودونو غندل، د ښځو پیوستون، د ښځو نوې څېره ... چې دا ټول موضوعات په اخلاقي او اسلامي چوکاټ کې بیان شوي او تر اوسه د نورو ژبو د ادبیاتو په شان افراطي بڼه نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS