د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» علمي- تحقيقي پروژې دفاعيه غونډه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۴:۴۳
د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» علمي- تحقيقي پروژې دفاعيه  غونډه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز مرکز علمي غړې څېړنوالې ملکې مشتري په ۳/ ۶/ ۱۳۹۹ نېټه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې «د پښتو د منظومو ادبياتو په پرمختيايي بهير کې د ښځو ونډه» څخه په بریالیتوب دفاع کړه.

اغلې مشتری دغه پروژه د څېړنپوه محمد عارف غروال په لارښوونه بشپړه کړې او د نوموړي مثبت نظر يې ترلاسه کړی او همدارنګه درېيو استادانو هر يو څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنوال سید نظيم سيدي او څېړنوال محمد اصف احمدزي پرې مثبت تقریظونه لیکلي وو.

یاده پروژه پر سریزې سربېره په شپږو څپرکو کې څېړل شوې او لیکل شوې ده چې په پای کې د څېړنې پایله او وړاندیزونه هم راوړل شوي دي.

په ټوله کې په دغې پروژه کې د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې په منظومو ادبياتو کې د ښځو پر رول او ونډې بحث او څېړنه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS