د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۱
د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي معاون سرمحقق ضیاالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې (د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ. ښاغلي ضیا د خپل کنفرانس په لومړۍ برخه کې د هند او پاکستان وروستی کړکېچ په درېیو پړاوونو کې وڅېړه؛ نوموړي زیاته کړه چې دا کړکېچ د ۲۰۲۵زکال د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د پهلګام په سیمه کې د ۲۶ ملکیانو له وژل کېدو سره پیل شو او د یو شمېر دیپلماتیکو ګامونو له اخیستلو وروسته، هند د مې میاشتې په ۷ مه نېټه د پاکستان دننه پر نهو ځایونو حملې وکړې او د همدې میاشتې په لسمه نېټه اوج ته له رسېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب او د دواړو هېوادونو له لوري د اوربند په اعلان سره پای ته ورسېد. ښاغلي ضیا پر سیمه، افغانستان او له سیمې بهر د دې کړکېچ سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې په هر اړخیزه توګه روښانه کړې او زیاته یې کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د دې ډول کړکېچونو له امله د سیمې ستراتیژيک ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ شوی، د نظامي سیالیو او سیاسي دوښمنیو د ډېرېدو له امله یې د هېوادونو ترمنځ وېره او نا ډاډمنتیا رامنځته کړې او سیمه ییز اقتصادي ادغام او اتصال یې مختل کړی دی. نوموړي د کنفرانس په دویمه برخه کې د بحث د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې کنفرانس د علمي کمیسیون له خوا د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۵
Background image

د کابل ولایت په استوګنیزو ښارګوټو کې د بلاکونو ترمنځ د فاصلو او د هغو د اغېزو ارزونه

نن یوه نۍ/ یکشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وږي/ سنبلې ۱۵مه، د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال دکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۷:۳۳
Background image

(په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو

نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸هـ) نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز په نوښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۲۹
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS