د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال معرفي شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۹:۴۶
د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال معرفي شو

کابل: څېړنپوه دوکتور محمد علم اسحاق زی د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې د مرستيال په توګه، نن (یکشنبه) د ۱۳۹۹هـ. ش کال اسد په ۵مه د علومو اکاډمي د مشرتابه له خوا معرفي شو.

ښاغلی اسحاق زی د علومو اکاډمي د پیشنهاد او د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۳۱/ ۴/ ۱۳۹۹ نېټې د ۹۷۸ ګڼه حکم له مخې پر يادې شوې دندې مقرر شوی دی.

د معرفۍ په دې مراسمو کې چې د علومو اکاډمي پر سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکيب او د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون سربېره د علومو اکاډمي مشرتابه او پوهانو ګډون کړی وو، نوموړي رسماً خپلې چارې پيل کړې.

ښاغلي دوکتور شکيب، دوکتور اسحاق زي ته د نوې دندې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ هغه ته په ټولو علمي، تحقیقي او اداري چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.

نورو ويناوالو هم د ښاغلي اسحاق زي پخوانيو علمي او اداري مسئوليتونو ته په کتنې، د بشري علومو د برخې د مرستيال په توګه انتخابېدل وستايل او هغه ته يې په ټولو کارونو کې د موفقیت ارزو وکړه.

د بشري علومو د برخې نوي مرستيال دوکتور اسحاق زي د علومو اکاډمي له مشرتابه او همدارنګه له جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې پر ده يې اعتماد وکړ او د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مسئوليت يې ور وسپاره.

ده ژمنه وکړه چې د وخت له تقاضا سره سم به هڅه کوي په ټولو علمي، تحقیقي او اداري چارو کې نوی والی ولري او د اکاډمي له مشرتابه سره په پوره همغږۍ دغه مسايل پرمخ يوسي.

د يادونې ده چې ښاغلي اسحق زي تردې مخکې د علومو اکاډمي د بشري علومو د بخش د اجتماعي علومو د مرکز د اقتصاد انستيتوت د تصدۍ ديپارتمنت آمر په توګه دنده لرله.

دغه راز نوموړي يو مهال د ننګرهار د مستوفي او تر هغه مخکې د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS