د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۲۹
د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په اړه د بېلابېلو څېړونکو او لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی د ١٤٠٥ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ او خپره شوه.

 په دغه ګڼه کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:                                                                 

١- تاریخ علم انتوګرافی.

مترجم: سرمحقق طوبا ابوی صادق

٢- د اعتدال فرهنګ په ترويج کې د رسنیو رول.

څېړنوال محمد داود ناظم

٣- سرمایه انسانی و بهره وری نیروی کار در افغانستان:

چالش‌ها و راهکارهای سیاستی.

معاون سرمحقق نسرین ترین

٤- مدنیت مندیګک نمادی از تاریخ زنده پنج هزار ساله افغانستان.

معاون سرمحقق مایل آقا حکیم      

٥- د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوجۍ سمبالو امنیتي څارنیزو کمرو په مرسته د جرایمو مخنیوی.

څېړندوی عبدالقهار عزیزي

٦- په افغانستان کې دوامداره اقتصادي پرمختیا او د طبیعي سرچینو مدیریت: له جګړې وروسته چاپیریال کې ننګونې او فرصتونه.

څېړندوی شجاع الله امان

٧- تحلیل نقش امیر دوست محمد خان در سرکوب حکومت های ملوک الطوایفي سمت شمال و الحاق آن به دولت مرکزی.

پوهنیار قیس اکبری و څېړندوی شیر حسن کمالزی

٨- په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د کارګر حقونه.

محمد سفر صاپی                                                                      

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډولی شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-08/Ariana%20quarterly%20journal%20no.%201%20year%201405.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۴
Background image

غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره

د افغانستان د علومو اکاډمي، د اسلامي علومو معاونیت، د عقیدې او ثقافت مرکز، د ثقافت او تاریخ اسلام انسټیټوټ علمي غړی، محترم دکتور مفتي عبد العلي حقاني علمي کادر ته د شاملېدو لپاره (غوره. . .

BACK TO NEWS