اوبه د تېلو او سمندري بندر په بدل کې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۳:۱۰
اوبه د تېلو او سمندري بندر په بدل کې

دغه اثر ښاغلي دکتور غلام فاروق اعظم په انګريزي ژبه لیکلی او ښاغلي عبدالاله خوشحال رحماني په پښتو ژبه ژباړلی چې د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د څېړنوال رفيع الله نيازي په سمون او اهتمام په ۲۹۱ مخونو کې چاپ شوی دی.

په دې اثر کې د هلمند او ارغنداب ناوې په اړه له ګولډ سمیټ څخه نيولې د محمد داود خان تر جمهوريت پورې له ايران سره د افغانستان د اوبو د ډيپلوماسۍ ټول اړخونه څېړل شوي دي، لکه د هلمند د جوړېدو د نوي عصر پيل، د هلمند- ارغنداب ناوې عصري پراختيا، د ايران او افغانسان اړيکې، د هلمند- ارغنداب ناوې عصري جوړونه، د افغانستان او ايران اړيکې، د هلمند سيند د ګډ پولو اوبو سياست، هلمند او پر اوبو سربېره نورې موضوعګانې، د اوبو په اړه همکاري او د ګټو شريکول او د دې ترڅنګ د هلمند- ارغنداب ناوې په اړه هر اړخيزه څېړنه او شننه شوې چې د اوبو د مديريت، د اوبو د ډيپلوماسۍ او د افغانستان د بهرني سياست په برخه کې له پوهانو او محققينو سره ډېره مرسته کولی شي.

دغه راز په دې اثر کې په دې سيمه کې د سلما، کجکي او کمال خان په اړه هر اړخيز معلومات شته دي.

د دې اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%A7%D9%88%EF%BA%91%EF%BB%AA%20...

د کتاب مينه وال کولای شي دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

د اړيکې شمېره: 0708164740 / 0789177584 / 0202201279

#کمال_خان

#داوبومدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS