«په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر مخکتنه وشوه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۴:۴۵
«په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر مخکتنه وشوه

د «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» کتاب چې مرحومې څېړنوالې ګل غوټۍ خاورې لیکلی، د مخکتنې غونډه يې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د جدي په ۲۹مه نېټه د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د قلم ټولنې له خوا د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د علومو اکاډمی علمي غړو، د فرهنګ او ادب مینه والو او د غوټۍ خاورې د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.

دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا چاپ شوی چې ۴۸۵ مخونه او پر سریزې سربېره ۷ څپرکي، پایله او وړاندیزونه لري.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې ملي سرود وغږول شو.

د علومو اکاډمۍ علمي غړې څېړندویې نازو کمال د خدای بخښلې خاورې ژوندلیک ولوست چې په کې راغلی وو: ګل غوټۍ خاورې د شاه ولي خاورې لور په 1340 لمریز کال د کب په میاشت کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلې ده، هغې د اکاډمیکو چارو ترڅنګ، په باختر آژانس، ملي راډیو تلویزیون او د هېواد په بېلابېلو دولتي ورځپاڼو کې ژورنالستیک کارونه هم پر مخ وړي دي.

آغلې غوټۍ خاورې د افغانستان په علومو اکاډمي کې د څېړنوالۍ علمي رتبې له دفاع وروسته، د ۱۳۹۸ ل. کال د وري (حمل) میاشتې په ۱۵مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې وفات او د کابل ښار د عاشقان او عارفان په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

ورپسې څېړنوال فریدالله نوري د کتاب د معرفي کولو په ترڅ د کتاب په درېوو برخو رڼا واچوله او ويې وویل، په دې کتاب کې د لنډې کیسې ګڼ شمېر اړخونه څپړل شوي دي چې له همدې امله يې د ژبو او ادبیاتو محصلینو او د ادب مینه والو لپاره اړین اثر ګڼلای شو.

د نوموړي په وینا، آغلې خاورې یوه هڅانده څېره وه، سره له ډېرو بوختیاوو بیا يې هم خپل علمي- څېړنیز کار ته دوام ورکړ. سره له دې چې هغه له ناروغۍ کړېدله، خو بیا یې هم خپل علمي کارونه په ټپه ونه درول.

ورپسې د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبياتو د انستیتوت علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي وویل: کاش خاورې یواځې لیکواله پاتې شوې وای، چې اوس به موږ د هغې ډير زیات آثار درلودل. خاورې په پښتني افغاني ټولنه کې واحده ښځه وه چې قوي قلم یې درلود او د لنډې کیسې په اړه يې نوي نظريات درلودل.

نوموړی د کتاب پر ځينو نيمګړتياوو هم وغږېد.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس څېړنوال محمد اصف احمدزي د خاورې په هکله وویل: آغلې غوټۍ خاورې د ژوند په وروستي پړاو کې خپلې خورې ورې مقالې او لیکنې راټولې کړې چې د «غوټۍ» په نوم يې چاپ کړې. د فرهنګي او علمي مسایلو په ډګر کې د خاورې تشه به تر ډېره خالي پاتې وي.

ورپسې استاد ګل رحمن رحمانی، څېړنوال محمد نبي صلاحي، څېړنیار یاسر پاچا، څېړنوال شهزاده توحیدمل، څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو رئیس عبدالوحید خاورې د مرحومې ګل غوټۍ خاورې خاطرات له ګډونوالو سره شريک کړل او هم يې د هغې پر علمي او ټولنیز شخصیت رڼا واچوله.

په پای کې «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، نورو مېلمنو او د خاورې د کورنۍ له خوا پرانيستل شو او مخکتنه يې وشوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۴
Background image

طبقه بندی آسیب پذیـری از خشکسالی در حـوزه های آبـی شمال و هریرود - مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی - تحقیقی خویش را تحت عنوان « طبقه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۹
Background image

بازنمایی جنگ اطلاعاتی در رسانه‌های اجتماعی؛ تحلیل محتوای فیس‌بوک درباره تنش‌های اخیر افغانستان و پاکستان

محترم محقق حکمت الله عزیز عضوی علمی مرکز علوم اجتماعی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی-تحقیقی خویش را تحت عنوان «بازنمایی جنگ اطلاعاتی در رسانه‌های اجتماعی؛ تحلیل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۴۶
Background image

بررسی تأثیراقلیم کوهستانی بر تأمین منابع آبی افغانستان

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

BACK TO NEWS