د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۰:۱۰
د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس»

کابل: د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې د اغېزو تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا له خوا وړاندې شو.

د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د هند او پاکستان د نظامي سیالیو د لاملونو او مختلفو اړخونو څېړل، د سیمې د هېوادونو او افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو د یادو سیالیو د اغېزو روښانه کول او د زیانونونو د مخنیوي په موخه یې د حل لارو وړاندې کول و.

د کنفرانس په پایله کې ثابته شوه چې د هند او پاکستان نظامي سیالۍ د ګڼو اړخونو په خپلولو سره پراخې شوې او د اوږدمهالو سیالیو شکل یې خپل کړی دی چې له امله یې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن شوی، د اقتصادي پرمختګ مخه نیول شوې، د سیمه ییزو همکاریو د سازمانونو د جوړېدو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي او د افغانستان ملي امنیت، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختیاوې یې تر سیوري لاندې راوستلې دي.

دا کنفرانس د پورته ستونزو د حل په موخه د اړینو وړاندیزونو او حل لارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS