د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه (۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.کال)

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۵:۲۷
د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه (۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.کال)

«علمي – څېړنيز کنفرانس»

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزي (د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه «۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.») په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۳۹۹ هـ.ل کال د عقرب مياشتې په ۱۸ نېټه د شنبې پر ورځ وړاندې کړ.

احمدزي د يادې موضوع په اړه وويل: د افغانستان پر وړاندې د روسيې سياست بدلېدونکی حالت لري او دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې ثابته بهرنۍ ستراتيژي نه لري، د دې ترڅنګ روسان په افغانستان کې ستراتيژيکي موخې او ګټې لري او هڅې کوي خپلې موخې ترلاسه او خپلې ګټې خوندي کړي. د مجاهدينو په دوره کې روسانو دغه حکومت په رسميت پېژانده، خو د روسيې داخلي ګډوډيو د دواړو حکومتونو ترمنځ اړيکې پراختيا ته پرېنښودې. د طالبانو له حکومت سره روسانو مخالفت درلود او دغه حکومت يې په رسميت نه پېژانده او له ۲۰۰۱ز.کال څخه وروسته ولاديمير پوټين په افغانستان باندې د امريکا له پوځي بريد څخه د ملاتړ ترڅنګ په ازبکستان او قرغيزستان کې امريکايانو ته د پوځي اډو د جوړولو اجازه هم ورکړه. له ۲۰۱۳ ز. کال را وروسته په افغانستان کې د امريکا د شتون په اړه د روسيې اندېښنې ډېرې شوې دي، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې امريکايانو په افغانستان کې نهه پوځي اډې جوړې کړې دي او موږ د دغو اډو د شتون او اهدافو په اړه څو ځلې له امريکايانو څخه معلومات غوښتې دي، خو موږ ته يې معلومات نه دي راکړي او همدا لامل دی چې روسانو له طالبانو سره د ملګرتيا تار را ونيو تر څو پر امريکايانو يې د فشار د الې په ډول وکاروي.

همدارنګه نوموړي د افغانستان او د روسيې د سيمه ييزې انرژۍ پر پاليسۍ، په افغانستان کې د روسيې پر اقتصادي ګټو، د وېش پر شمالي شبکې، په افغانستان کې د روسيې د رول پر پراختيا، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه د روسانو پر دريځ، د افغان سولې په پروسه کې د روسانو پر رول او د روسانو پر نورو هغو بهرنيو سياستونو يې بحث وکړ چې د افغانستان په اړه يې مطالعه اړينه وه.

د کنفرانس په پای کې د موضوع په تړاو پوښتنې مطرح شوې او د څېړونکي له خوا د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۲
Background image

«تحلیل مقایسوی اصول عقیدتی ماتریدیه، اشعریه و اهل حدیث»

به تاریخ (3 شعبان 1447هـ ق) مطابق (2 دلو 1404هـ ش) معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمي انستیتوت عقیده و تصوف،  مرکز عقیده و ثقافت، معاونیت بخش علوم اسلامی، اکادمی علوم افغانستان از. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

ولاء و براء و تأثیرات آن بر جامعۀ اسلامی

پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ ش، معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی عضو علمی مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی تحت عنوان (ولاء و براء و تأثیرات آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۹
Background image

بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور

(روز دوم سیمینار): مؤرخ ۱۸-۱۰-۱۴۰۴هـ ش مطابق با ۱۸-۷-۱۴۴۷هـ ق، سیمینار علمی – تحقیقی دو روزه تحت عنوان (بررسی نقش تکنالوژی های جدید در توسعهٔ صنعت کشور) به اهتمام مرکز ریاضی، فزیک و. . .

BACK TO NEWS