په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۰
په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه

د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي د قوس د میاشتې په ۴ نېټه ( په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه) تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې کړ.

 دغه څېړنه په ټولنیزو رسنیو کې د روایت په جوړښت، خپرېدلو، اغېزو پر بهیر او لاندې پوښتنو متمرکزه وه: په ټولنیزورسنیو کې روایت څه دی، د روایت جوړېدنې مهم عناصر او پړاوونه کوم دي؟   کوم کسان، ډلې او بنسټونه د روایتونو په جوړولو او خپرولو کې مهم رول لري؟  کوم عوامل او شرایط  د روایتونو پر جوړېدو، وړاندې کېدو، خپرېدو او اغېزمنتیا ډېر اغېز لري؟ په ټولنیزو رسنیو کې روایتونه د خلکو پر برداشت، باورونو، عامه افکارو او چلند څه ډول اغېز کوي؟ د افغانستان په اړه موجودې څېړنې د ټولنیزو رسنیو د روایت جوړونې، خپرېدو او پر عامه ذهنیت د اغېزو په اړه څه موندنې وړاندې کوي؟

د دغې  سیستماتیکې کتنې  د څېړل شوو مطالعاتو ګډ تحلیل وښوده چې ټولنیزې رسنۍ یوازې د معلوماتو د انتقال وسیلې نه دي؛ بلکې د معنا جوړونې، روایت جوړونې، روایتونو د پراخېدو او د عامه ذهنیت د اغېزمنولو یو متحرک ډیجیټل چاپېریال دی.

د څېړنې د موندنو له مخې، روایت په ټولنیزو رسنیو کې د پېښو د انتخاب، چوکاټ‌بندۍ، د داستاني رولونو د ټاکلو، ژبې، بصري او احساساتي محتوا او د ډیجیټل وړاندې کولو د بڼو له تعامل څخه رامنځته کېږي. په دې بهیر کې د روایت جوړونې واک یوازې د حکومتونو او دودیزو رسنیو په لاس کې نه دی؛ بلکې سیاسي لوبغاړي، رسنۍ، خبریالان، عادي کاروونکي، فعالان، اغېزناک اشخاصو، او حتی Bots د روایتونو په تولید، بیاجوړونه او خپرولو کې برخه اخلي.

څېړنه همدارنګه څرګندوي چې د روایت د جوړېدو او د هغه د چټک خپرېدو ترمنځ نږدې اړیکه شتون لري. احساساتي، جاذبه، بصري او لنډه محتوا، هشتګ، شریکول او  بیا خپرول، تکرار، الګوریتم او د کاروونکو له موجودو باورونو سره همغږي هغه عوامل دي چې د ځینو روایتونو د پراخېدو او پیاوړتیا زمینه برابروي. په دې معنا، چې د یو روایت اغېزمنتوب یوازې د جوړېدو له امله نه دی؛ بلکې د ټولنیزو شبکو جوړښت، د کاروونکو تعامل او الگوریتمي انتخاب د هغه د لیدل کېدو او تکرار په ټاکلو کې مهم رول لري.

د عامه ذهنیت په برخه کې، موندنې ښيي چې رسنیز روایتونه د خلکو پر برداشت، باورونو، عامه افکارو او سیاسي او ټولنیزو دریځونو اغېز کولی شي. د تکراري او چوکاټ‌بندي شوي محتوا، احساساتي روایتونو، ناسمو معلوماتو، Echo Chambers / ورته فکري شبکې او/ داخلي تمایلات Confirmation Bias له لارې ځینې روایتونه موجود باورونه پیاوړي او د قطبي کېدو، بې‌باورۍ او ناسم عامه تصور د رامنځته کېدو زمینه برابروي. په عین حال کې، ټولنیزې رسنۍ د بدیلو روایتونو د رامنځته کولو او د غالبو رسنیزو تصوراتو د ننګولو فرصت هم برابروي.

د افغانستان اړوند مطالعات په ځانګړي ډول ښيي چې ټولنیزې رسنۍ د جګړې، امنیت، حکومتولۍ، مشروعیت، ، ټولنیز عدالت، کلتور او ملي هویت په اړه د روایتونو د جوړېدو مهم ډګر دی. همدا ډول څېړنې ښيي چې د افغانستان ډیجیټل تصویر یوازې په جګړه او بحران محدود نه دی او د ژوند، انسانانو، کلتور او طبیعي ښکلاوو بدیل تصویرونه هم پکې رامنځته کېږي. په همدې توګه، د معلوماتو د سرچینو کمښت او ناتایید شوي معلومات د افغانستان په رسنیز چاپېریال کې د روایتونو د اعتبار او د عامه ذهنیت د کیفیت لپاره مهمې ننګونې بلل کیږي.

د څېړنې پایله وایي چې په ټولنیزو رسنیو کې روایت یو ثابت او یوطرفه محصول نه دی؛ بلکې د روایت جوړوونکو، کاروونکو، ډیجیټل پلاتفورمونو، الگوریتمونو د ټولنیزو او سیاسي شرایطو ترمنځ د دوامدار تعامل په پایله کې رامنځته کېږي، خپرېږي او بدلېږي. د افغانستان په څېر د پیچلو سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو لرونکي چاپېریال کې د دې بهیر درک کول ځکه مهم دي چې ټولنیز رسنیز روایتونه کولای شي نه یوازې د خلکو د پېښو د درک او عامه نظر پر جوړښت اغېز وکړي، بلکې د مشروعیت، بې‌باورۍ، قطبي کېدو او بدیل تصورونو د رامنځته کېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

په سیمینار کې له څېرونکي څخه د اړوندې موضوع په اړه څېړونکو او ګډونوالو پوښتنې وکړې چې د څېړونکي له لوري ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول.

په پای کې سیمینار د ارزوونکي کمېسیون له لوري د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولی شئ...

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS