پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۲
پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه

د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د غوښتنې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو برخې د معاونیت د لارښوونې او د اکاډمۍ د محترم ریاست مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لړم میاشتې له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د اکاډمۍ د علمي او اداري غړو یوه پلاوي، د طبیعي او تخنیکي علومو برخې د مرستیال الحاج مفتي مولوي امیرجان ثاقب په مشرۍ، پکتیکا ولایت ته رسمي سفر وکړ. د دغه سفر اساسي موخه د پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو علمي ارزونه، د موجودو اکتشافي امکاناتو پېژندنه، د اړوندو ادارو له مسؤلینو او متخصصینو سره د علمي معلوماتو شریکول او د راتلونکو څېړنیزو او اکتشافي فعالیتونو لپاره د علمي او تخنیکي سپارښتنو وړاندې کول وو.

د یاد سفر په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست په تالار کې د (پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شو.

په کنفرانس کې د اړوندو برخو متخصصینو، انجنیرانو، دولتي کارکوونکو، سیمه‌ییزو مخورو او مشرانو او د یو شمېر ادارو مسؤلینو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. په پیل کې د پلاوي مشر الحاج مفتي مولوي امیرجان ثاقب د کنفرانس د جوړېدو د موخو، علمي اهمیت او د طبیعي سرچینو د پېژندنې او استفادې په برخه کې د علمي څېړنو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. ورپسې د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ډول علمي کنفرانسونو جوړېدل د طبیعي سرچینو د پېژندنې او د کانونو د سکتور د پرمختګ لپاره مهم او ارزښتناک وبلل.

د کنفرانس په لومړۍ علمي برخه کې محقق حامد امان، د ځمکپوهنې علومو مرکز علمي غړي او د زلزله‌پوهنې او طبیعي پېښو انستیتوت آمر، د پکتیکا ولایت د جغرافیایي وضعیت او د اوبو د سرچینو په اړه علمي پریزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د ولایت جغرافیایي ځانګړتیاوې، د اوبو د سرچینو اوسنی وضعیت، د سطحي اوبو ظرفیتونه او د ځمکې لاندې اوبو احتمالي زېرمې وڅېړلې او د دغو سرچینو د پېژندنې او علمي ارزونې په اړه یې خپل څېړنیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورپسې معاون سرمحقق ډاکټر احمد امید افضلي د کټواز حوزې د جیولوجیکي جوړښت، معدني زېرمو او منرالي سرچینو د راتلونکو اکتشافي امکاناتو په اړه تخصصي پریزنټېشن وړاندې کړ. په دې علمي بحث کې د کټواز رسوبي حوزه، جیولوجیکي او ټکتونیکي شرایط، د ډبرو او رسوباتو طبقې، ټکتونیکي جوړښتونه، د هایدروترمال بدلونونو نښې او جیوکیمیاوي او جیوفزیکي غیرعادي نښې تر څېړنې لاندې ونیول شوې. د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د کټواز حوزې د معدني زېرمو اکتشاف باید یوازې د ځمکې پر سطحه د ډبرو د پېژندنې پر بنسټ ترسره نه شي؛ بلکې د سیمې جیولوجیکي جوړښت، کوربه ډبرې، د هایدروترمال بدلونونو نښې او جیوکیمیاوي او جیوفزیکي معلومات باید په ګډه تحلیل او وارزول شي.

همدارنګه، د پکتیکا ولایت د احتمالي معدني سرچینو په توګه سره زر، سپین زر، سیماب، ټنګسټن، مس، جست، اسبست، کرومایټ او یو شمېر نور معدني عناصر یاد شول. د انرژۍ د سرچینو په برخه کې د کټواز حوزې د نفتو او طبیعي ګازو احتمالي ظرفیتونه هم وڅېړل شول. په دې اړه د رسوبي طبقو د پام وړ پنډوالي، د احتمالي منبع او زېرمه‌کوونکو ډبرو او د چین‌خوړلو جیولوجیکي جوړښتونو له مخې د نفتو او طبیعي ګازو د موجودیت امکانات تر بحث لاندې ونیول شول. سربېره پر دې، د کټواز حوزې په ځینو برخو کې د پالېوجین دورې د ډبرو سکرو د طبقو د موجودیت موضوع هم مطرح شوه، چې د یادې سیمې د انرژۍ د سرچینو د راتلونکو څېړنو لپاره د پام وړ ظرفیت ګڼل کېږي.

د کنفرانس په پای کې د وړاندې شوو علمي معلوماتو، جیولوجیکي شواهدو او موجودو اکتشافي معلوماتو پر بنسټ، د کټواز حوزې د معدني او انرژۍ سرچینو د لا دقیقې پېژندنې لپاره لاندې سپارښتنې وړاندې شوې:

۱.  د معدني اکتشافاتو لپاره په مناسبه کچه د جیولوجیکي او ساختماني نقشو چمتو کول او بشپړول، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د معدني بدلونونو او درزونو زونونه لري.

۲.  د ډبرو له طبقو، معدني رګونو او الویالي رسوباتو څخه په منظم ډول د نمونو اخیستل او د هغو جیوکیمیاوي تحلیلونه ترسره کول، په ځانګړي ډول د سرو زرو، سپینو زرو، سیمابو، ټنګسټن، مسو، جستو، اسبست، کرومایټ او نورو معدني عناصرو د پېژندنې لپاره.

۳.  د لرې‌سنجونې او سپوږمکۍ د معلوماتو له لارې د ارجیلیک، فیلیک او پروپیلیټیک بدلونونو د زونونو او د اوسپنې اکسایډونو لرونکو سیمو پېژندنه او بېلول؛ همدارنګه د دغو معلوماتو د پایلو د تأیید لپاره د ساحوي څېړنو ترسره کول.

۴.  د دوه‌بعدي انعکاسي زلزله‌ییزو څېړنو (2D Seismic Reflection) په ګډون د جیوفزیکي مطالعاتو ترسره کول، د جیولوجیکي جوړښتونو تحلیل او د نفتو او طبیعي ګازو د راټولېدو لپاره د مناسبو سیمو پېژندنه.

په پای کې د کنفرانس ګډونوالو د وړاندې شوو علمي موضوعاتو او سپارښتنو د ارزښت په اړه خپل نظرونه شریک کړل او غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولی شئ.....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۳
Background image

شمارۀ 167 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۶
Background image

شمارۀ ۷۸مجلۀ علمی – تحقیقی طبیعت به چاپ رسید

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان است، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، زمینه برای نشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی حوزه های آبی آمو، شمال و هریرود – مرغاب

محترم معاون سرمحقق رفیع الله نصرتی آمر انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین به تاریخ 2 / 6 / 1405 هـ.ش. از رسالۀ پروژۀ علمی - تحقیقی خویش تحت عنوان« بررسی، تحلیل و ارزیابی خشکسالی. . .

BACK TO NEWS