(په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو
نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸هـ) نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز په نوښت (په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو.
یاد کنفرانس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. په سر کې د ځمکپوهنې علومو مرکز رئیس څېړنوال دکتور احمد امید افضلي د کنفرانس په موخو، مبرمیت او اهمیت باندې لنډې خبرې وکړې.
ورپسې د افغانستان د رئیس الوزراء پیغام ولوستل شو، په پیغام کې وویل شول چې اوبه، حاصلخیزې ځمکې، ځنګلونه، څړځایونه، کانونه، او نورې طبیعي سرچینې زموږ د هېواد د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې مهم بنسټونه جوړوي؛ نو د دغو سرچینو علمي پېژندنه، سالم مدیریت، منظم استعمال او پایښتي ساتنه د هېواد په پرمختګ او اقتصادي ځانبسیاینه کې مهم رول لري. افغانستان د اقلیمي بدلونونو، د نفوس د زیاتوالي او له طبیعي سرچینو څخه د ناسمې استفادې له امله له بېلابېلو ننګونو او زیاتو ستونزو سره مخ دی؛ له همدې امله اړینه ده چې د هېواد علمي قشر او څېړنیز مرکزونه د داسې ستونزو د حل لپاره علمي او عملي لارې چارې ولټوي. د افغانستان اسلامي امارت د علمي څېړنو او تخصصي مراکزو بهبود او مسلکي وړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې باور دی چې د هېواد پرمختګ هغه مهال پایښتي، متوازن او اغېزمن کېدای شي چې د علمي څېړنو او کره معلوماتو د پلانونو په بنسټ ولاړ وي. علمي څېړنې هم باید یوازې په نظري بحثونو پورې محدودې نه وي، بلکې باید د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو، د ستونزو د حل، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د اقتصادي ودې د پياوړتیا لپاره عملي پایلې ولري. باوري یم، چې د داسې علمي څېړنیز سیمینار علمي - څېړنیزې مقالې، علمي بحثونه او تخصصي وړاندیزونه به د افغانستان د طبیعي سرچینو د پایښتي مدیریت لپاره روښانه، علمي او د تطبیق وړ حل لارې وړاندې کړي.
وروسته د علومو اکاډمي د عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود پیغام ولوستل شو، په یاد پیغام کې وویل شول، طبیعي سرچینې د هېوادونو د اقتصادي ودې، ټولنیزې هوساینې، چاپېریالي ثبات او پایښتي پرمختګ له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. د دغو سرچینو علمي پېژندنه، دقیقه ارزونه، اغېزمنه ساتنه او معقوله ګټه اخیستنه نه یوازې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزښت لري، بلکې د اوږدمهاله پراختیايي موخو د تحقق لپاره هم اساسي اهمیت لري. له همدې امله، د طبیعي سرچینو مدیریت باید پر کره علمي معلوماتو، معیاري څېړنو، تخصصي ظرفیتونو، نوې ټکنالوژیو او د شواهدو پر بنسټ تصمیم نیولو ولاړ وي. افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت، متنوع اقلیمي شرایطو او پېچلي جیولوجیکي جوړښت له امله د پام وړ طبیعي شتمنۍ لري. د اوبو سرچینې، معدني زېرمې، کرنیزې ځمکې، ځنګلونه، څړځایونه، حیاتي تنوع او د بیا نوې کېدونکې انرژي ظرفیتونه د هېواد د اقتصادي ودې، ځان بسیاینې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د خلکو د معیشت د ښه والي لپاره مهم ظرفیتونه دي. خو د دغو سرچینو موجودیت په یوازې ځان د پرمختګ تضمین نه شي کولای؛ بلکې د هغوی علمي ارزونه، معیاري پایښتي مدیریت او د طبیعي ظرفیتونو په حدودو کې معقوله ګټه اخیستنه اړینه ده.
ورپسې د اقتصاد وزارت مسلکي معین دکتور عبد اللطیف نظري صاحب وینا وکړه، ښاغلي نظري صاحب وویل: په دې وروستیو کې اقلیمي بدلونونو افغانستان او سیمې تر اغیز لاندې راوستي دي او دا د افغانستان د طبیعي زیرمو او سرچینو لپاره یوه ستره ننګونه ده، داسې ننګونو ته باید د حل لاره برابره شي او ننګونه له منځه یوړل شي او له شته فرصتونو څخه ګټه پورته شي، د افغانستان طبیعي زیرمې او طبیعي سرچینې د ښه مدیریت لپاره نویو څېړنو ته اړتیا لري چې په دې برخه کې ترسره شي او د افغانستان د علومو اکاډمي په دې برخه کې مهم رول لري، نو د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه زیاته مننه کوو چې په ارزښتناکه موضوع باندې یې کنفرانس دایر کړی.
ښاغلي نظري صاحب همداراز د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او په دې برخه کې له نویو او مډرنو ټکنالوژیو څخه د ګټې اخستنې په اړه تاکید وکړ او زیاته یې کړه چې د طبیعي زیرمو او چاپیریال ساتنې ته هم زیاته پاملرنه پکار ده چې په راتلونکي کې یو پایښتي انکشاف او پرمختللی اقتصاد ولرو.
وروسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پیغام ولوستل شو، په یاد پیغام کې وویل شول چې طبیعي سرچینې د افغانستان تر ټولو سترو او ارزښتمنو پانګو څخه شمېرل کېږي او د ایکولوژیکي توازن په ساتلو، د خوراکي خوندیتوب په تامین، د بیولوژیکي تنوع په ساتنه، د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو، د ځمکې د تخریب په مخنیوي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د خلکو د معیشت په ښه کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې بنسټیز رول لري؛ له همدې امله، له دې سرچینو څخه ساتنه او اصولي ګټه اخیستنه د هېواد د ټولو اتباعو ګډ مسؤولیت دی چې د افغانستان د اسلامي امارت، علمي مرکزونو، خصوصي سکټور، سیمه ییزو ټولنو او نورو ښکېلو غاړو همکارۍ ته اړتیا لري.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د نافذه پالیسیو او قوانینو په اډانه کې، تل د هېواد د ځنګلونو، څړځایونو، طبي بوټو، خوندي سیمو، وحشي ژویو (حیات وحش)، د اوبو د زېرمه کولو حوزو (آبریزو) او نورو طبیعي سرچینو ساتنې، بیا رغونې او پراختیا ته ژمن دی، ترڅو له هغو څخه د تلپاتې ګټې اخیستنې او د افغانستان د اسلامي امارت د عوایدو د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پیغام ولوستل شو، په یاد پیغام کې وویل شول چې اقليمي بدلون د نړۍ له مهمو ننګونو څخه دی چې د انسان د ژوند، اقتصادي ودې، ټولنيز ثبات او طبيعي ايكوسيستمونو پر بېلابېلو اړخونو يې ژور اغېز کړی دی. افغانستان، سره له دې چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په ټولې کې هېڅ ونډه نه لري، د خپل جغرافيایي موقعیت، اقليمي حساسیت او محدودو طبيعي سرچينو له امله د اقليمي بدلونونو له اغېز څخه تر ټولو زیانمنو هېوادونو شمېرل کېږي. پرله پسې وچکالي، ویجاړوونکي سېلابونه، د واورو او طبيعي یخچالونو ویلي کېدل، د ځمکې لاندې اوبه د کچې ټيټېدل، د خاورې تخریب او د طبيعي سرچينو غیرمعياري ګټه اخيستنه د وطن پر دوامداره پرمختګ ژور منفي اغېزه کړې ده. له همدې امله، د اقليمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه او د طبيعي سرچينو مسؤلانه مديريت يوازې يوه تخنيکي اړتيا نه، بلکې يو اسلامي او انساني مسؤوليت هم دی. قرآن کریم او نبوي سنت د اوبو د ارزښت، ساتنې او معقول مديريت په اړه ګڼې لارښوونې کړې دي، چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ د دې الهي نعمت د ساتنې او مسؤلانه استفادې مکلف ګرځوي. په همدې حال کې، د وطن اقتصادي وده، د طبيعي سرچينو پايښت لرونکي مديريت، د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لوړول او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کول ايجابوي چې د اوبو سرچينې د علمي، مسلکي او پايښتي مديريت له اصولو سره سم تنظيم او اداره شي.
وروسته د افغانستان د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې پیغام ولوستل شو، په یاد پیغام کې وویل شول چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوبو، ځنګلونو، څړځایونو، وحشي ژویو، کانونو او بډایه بیولوژیکي تنوع په ګډون، له ارزښتمنو او بېلابېلو طبیعي سرچینو څخه برخمن دی. دا سرچینې ملي پانګې او د هېواد د ننني او راتلونکي نسل امانتونه دي چې په اقتصادي وده، د خلکو د معیشت په تامین، د ایکولوژیکي توازن په ساتلو او د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې بنسټیز رول لري.له دې سره سره، پر طبیعي سرچینو د فشارونو زیاتوالي، اقلیمي بدلون، پرله پسې وچکالي، د ځنګلونو او څړځایونو تخریب، د چاپیریال ککړتیا او له سرچینو څخه غیر اصولي ګټې اخیستنې، د دې ملي پانګو علمي او تلپاتې مدیریت په یو بنسټیز ضرورت بدل کړی دی.د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره باور لري چې د طبیعي سرچینو تلپاتې مدیریت یوازې د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د اغېزمنو پالیسیو د جوړولو او پلې کولو، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، له نویو ټیکنالوژیو څخه د ګټې اخیستنې، د سیمه ییزو ټولنو د فعالې ونډې او د دولتي او اکاډمیکو بنسټونو، مدني ټولنې او پرمختیایي شریکانو ترمنځ د نږدې همکارۍ له لارې شوني دي.
ورپسې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت سلاکار دکتور قاري محمد دین صاحب وینا وکړه، ښاغلي قاري صاحب وویل: طبیعي زېرمې د الله تعالی یو نعمت دی چې له مونږ سره د یو امانت په توګه دی، نو پکار ده چې سمه ګټه ترې پورته کړو، ځمکه، اوبه، ځنګلونه، څړځایونه، حیوانات، واروې او زېرمې هغه نعمتونه دي چې الله تعالی انسان ته په اختیار کې ورکړي، دا حق نه لري چې تخریب یې کړي او له منځه یې یوسي؛ بلکې دا حق لري چې ښه یې مدیریت کړي او سالمه ګټه ترې پورته کړي. د افغانستان طبیعي زېرمې د یو نسل انحصاري حق نه دی بلکې دا د هر راتلونکي نسل حق دی چې دغه زېرمې په سالمه توګه وساتل شي او له منځه تلو مخه یې ونیول شي. له همدې امله د افغانستان د طبیعي زېرمو ښه مدیریت یوه تجملي موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د غذايي امنیت، د اقتصاد پرمختګ، د بې وزلي کمښت، د ټولنې سلامتیا او له ټولنیز ثبات سره مهمه اړیکه لري.
په یاد سیمینار کې د مقالو لوستلو لړۍ هم جریان درلود چې له (۳۱) عنوانه علمي – څېړنیزو مقالو څخه یې د وخت د کمښت په اساس ځینې مقالې ولوستل شوې او د سیمینار په پای کې څېړونکو او ګډونوالو په (۱۵) مادو کې لاندې پرېکړه لیک تصویب کړ:
۱- د افغانستان د اسلامي امارت اړوندو ادارو ته وړاندیز کېږي، چې د هراړخیزو حقوقي تدابیرو او اوږدمهالو ستراتیژیکو پروګرامونو په رامنځته کولو او پلي کولو سره د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې، دوامداره مدیریت او اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او دغه ملي شتمني د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د اقتصادي او چاپېریالي امنیت د بنسټ په توګه خوندي وساتي.
۲ ـ د معدني سرچینو د اقتصادي ارزښت د لوړولو او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه دې د خامو معدني موادو د صادرولو پر ځای، په هېواد کې دننه د هغو د پروسس، تصفیې او په ارزښتلوړو محصولاتو د بدلېدو زمینه برابره شي.
۳ ـ ټولې استخراجي چارې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د اوبو سرچینې او چاپېریال پکې له ځانګړي حساسیت څخه برخمن وي، د چاپېریالي معیارونو په رعایت او د ساحې د مدیریت او بیا رغونې د مشخصو پلانونو له مخې ترسره شي او د معدني پروژو د چاپېریالي مکلفیتونو د پلي کېدو څارنه دې پیاوړې او د چاپېریالي بدلونونو د ارزونې لپاره دې د جغرافیایي معلوماتو له سیستم (GIS)، له لرې واټن څخه د سنجش (Remote Sensing) او نورو عصري څارنیزو وسایلو څخه پراخه استفاده وشي.
۴ ـ د معدني محصولاتو د بازارموندنې او صادراتو لپاره دې روڼ، منظم او اغېزمن نظام رامنځته شي؛ سیمهییز او نړیوال بازارونه دې په دقیق ډول وپېژندل شي او له ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو بازارونو سره دې سوداګریزې اړیکې او همکارۍ پراخې شي، څو د کانونو د برخې دوامداره پراختیا تأمین شي.
۵ ـ د افغانستان د معدني محصولاتو د صادراتي بازارونو پراختیا دې د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو د تقاضا د پېژندنې، د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د ترانزیټي لارو د ښه والي او د ګمرکي پروسو د اسانتیا له لارې د کانونو د برخې له اساسي لومړیتوبونو څخه وګرځول شي.
۶ ـ د اکتشاف، استخراج، پروسس، بدلون راوستونکو صنایعو او صادراتو هممهاله پراختیا دې وهڅول شي، څو په هېواد کې د کانونو د ارزښت ځنځیر بشپړ، کاري فرصتونه رامنځته، د عوایدو کچه لوړه، کورني صنایع پراخ او صادرات زیات شي او په پایله کې د هېواد په دوامدار اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
۷ ـ د اوبو او چاپېریال د یوځای او منظم مدیریت په موخه دې د امارتي ادارو، علمي او څېړنیزو بنسټونو، خصوصي سکټور، سیمهییزو ټولنو او نورو اړوندو لورو ترمنځ همغږي پیاوړې شي، له موازي فعالیتونو او د دندو له تداخل څخه دې مخنیوی وشي او د اوبو او طبیعي سرچینو اړوند پروګرامونه او پروژې دې د یوه ګډ او همغږي چوکاټ له مخې طرحه او پلي شي.
۸ ـ د هېواد د شته طبیعي سرچینو او ظرفیتونو په پام کې نیولو سره دې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا، په ځانګړي ډول د لمریزې انرژۍ او اوبو بندونو جوړول او پراختیا، د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په چوکاټ کې وهڅول شي. د انرژۍ د پروژو په ټاکنه او پلي کولو کې دې اقتصادي، تخنیکي، ټولنیز او چاپېریالي معیارونه په پام کې ونیول شي.
۹ ـ د ځمکې لاندې اوبو د څارنې او ساتنې شبکه دې پراخه او پیاوړې شي او د اوبو د ایستنې کچه، د اوبو سطحه او د ځمکې لاندې اوبو کیفیت دې په منظم ډول وڅارل شي. د څاهګانو کېندل او د ځمکې لاندې اوبو استخراج دې د اوبو د زیرمو د اوبهرسونې د ظرفیت او علمي اصولو له مخې تنظیم شي.
۱۰ ـ د دوامدارې کرنې پراختیا دې د جغرافیایي او اقلیمي مطالعاتو پر بنسټ ترسره شي او د هرې سیمې د اوبو، خاورې، اقلیم، ارتفاع، د ځمکې د ډډوالي او د مصرفي بازار ظرفیتونه دې د کرنیزو محصولاتو د ډول او د کرنې د کچې په ټاکلو کې په پام کې ونیول شي.
۱۱ ـ د کرنیزو صنایعو، سړو خونو، د بستهبندۍ مرکزونو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د مرکزونو پراختیا او د کرنیزو محصولاتو لپاره د کورنیو او بهرنیو بازارونو رامنځته کول دې د تولید د زیاتوالي ترڅنګ په هممهاله توګه په پام کې ونیول شي.
۱۲ ـ د ځنګلونو او څړځایونو مدیریت دې د جغرافیایي معلوماتو د سیستم(GIS) له لرې واټن څخه د سنجش او ساحوي مطالعاتو په کارولو سره پیاوړی شي، څو د نباتي پوښښ بدلونونه، د تخریب کچه، د څړ ظرفیت او د بیا رغونې اړتیا لرونکې سیمې په منظم ډول وپېژندل، وارزول او وڅارل شي.
۱۳ ـ د اوبو لګولو د عصري سیستمونو کارول، د اوبو د ضایعاتو کمول، د اوبو د لېږد او وېش د شبکو ښه کول، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو کارول او د بزګرانو مسلکي روزنه دې پراخه شي، څو د اوبو پر سرچینو فشار راکم او د اوبو له سرچینو څخه اغېزمنه او دوامداره ګټه اخیستنه تأمین شي.
۱۴ ـ دغه پرېکړهلیک دې د اړوندو اجراآتو او لازم اقداماتو د ترسره کولو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شي.
۱۵ ـ د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس د وړاندې شویو علمي مقالو ټولګه دې تدوین، چاپ او خپره شي.
په پای کې د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد نعیم اقرار د یاد کنفرانس مثبته ارزونه وکړه او یاد کنفرانس یې د طبیعي سرچینو په برخه کې ډېر مفید وباله.
کنفرانس د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقیق مرکز رئیس شیخ القرآن والحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په دعایې سره پای ته ورسېد.
