د کابل سیندیزه حوزه کې د یخچالي جهیلونو څېړنه 1995-2020ز

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۲۱
د کابل سیندیزه حوزه کې د یخچالي جهیلونو څېړنه 1995-2020ز

نن پنجشنبه/ پنځنۍ د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت ۷مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالبشیر امرخیل (د کابل سیندیزه حوزه کې د یخچالي جهیلونو څېړنه 1995-2020ز) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د کابل سیندیزې حوزې په لوړو غرنیو سیمو کې د یخچالي جهیلونو بدلونونه د 1995 څخه تر 2020 ز. کلونو پورې څېړنه او ارزونه بیان شوه.
ښاغلي امرخیل وویل: یخچالي جهیلونه د کنګلونو د ویلي کېدو په پایله کې رامنځته کېږي او د تازه اوبو مهمې سرچینې بلل کېږي، خو په عین وخت کې د ناڅاپې سیلابونو (GLOF ) جدي ګواښ هم لري.
څېړنه ښيي چې که څه هم په کابل حوزه کې د کنګلونو شمېر د نورو حوزو په پرتله کم دی، خو د اقلیمي بدلونونو اغېزې پکې خورا څرګندې دي.
د تودوخې د لوړېدو او د اورښت د کمېدو له امله کنګلونه په پرله‌پسې ډول شاتګ کړی او د یخچالي جهیلونو شمېر او مساحت زیات شوی دی. د سپوږمکۍ انځورونو تحلیل څرګندوي چې په 1995 ز. کال کې د یخچالي جهیلونو شمېر محدود و، خو تر 2020 ز. کال پورې دا شمېر 807 ته رسېدلی او مساحت یې هم د پام وړ پراخ شوی دی.
په دې څېړنه کې د GIS او Remote Sensing ټکنالوژۍ کارول شوې او د ( NDWI) شاخص په مرسته د اوبو او وچې ځمکې تفکیک شوی دی. پایلې څرګندوي چې زیاتره نوي یخچالي جهیلونه په لوړو ارتفاعاتو کې، د کنګلونو په مخ یا څنډو کې رامنځته شوي دي. دا بدلون د کنګلونو د ساحې د کمېدو او د جهیلونو د زیاتېدو ترمنځ مستقیمه اړیکه ثابتوي.
اقلیمي معلومات ښيي چې په کابل سیندیزه حوزه کې کلنی اورښت شاوخوا 390 ملي‌متره دی، چې ډېره برخه یې د واورې په بڼه په ژمي او پسرلي کې ورېږي. د هوا منځنۍ کلنۍ تودوخه شاوخوا 14.5 سانتي‌ګراد ده، خو په وروستیو لسیزو کې تودوخه لوړه او اورښت کم شوی، چې دا حالت د وچکالۍ او د اوبو د کمښت خطر زیاتوي.
د کنفرانس په پایله کې یې یادونه وکړه چې د یخچالي جهیلونو زیاتوالی ( GLOF) پېښو خطر لوړ کړی او د سیمې د انساني مېشت ځایونو، کرنې او زېربناوو لپاره جدي ګواښ دی. له همدې امله سپارښتنه کېږي چې خطرناک یخچالي جهیلونه درجه ‌بندي شي، د خطر نقشې جوړې شي، د (Early Warning System) لومړني خبرتیا سیستمونه نصب شي، او د اوبو د دوامدار مدیریت لپاره د یخچالي جهیلونو رول د ملي او حوزوي پلانونو برخه وګرځول شي. همدارنګه د سیمه‌ ییزو خلکو پوهاوی او د علمي بنسټونو ترمنځ همغږي د راتلونکو ناورینونو د مخنیوي لپاره حیاتي بلل کیږې.
په پای کې د استاذانو او ګډون کوونکو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او د ټاکل شوي کمیسیون له لوري یاد کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS