په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۰:۱۷
څېړنوال مفتي محمدنبي "المیداني"

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو مرکز عملي غړي څېړنوال مفتي محمدنبي "المیداني"  ( په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم) تر سرليک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس د اسلامي علومو په معاونیت کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

ښاغلي څېړنوال المیداني صاحب د کنفرانس په پیل کې د دارالإسلام، دارالحرب او دارالعهد پېژندنه بیان کړه، ورپسې یې د ربا/ سود تعريف وکړ، بیا یې د اړوندې موضوع بېلابېل صورتونه وڅېړل.

د یاد کنفرانس اصلي او غوښنه برخه په دې مسئله وڅرخېده چې آیا مسلمان ته په دارالحرب کې له کافرانو څخه سود اخیستل جائز دي او که نه؟

ښاغلي څېړونکي همدې پوښتنې ته په ځواب کې د اړوندې مسئلې په تړاو د فقهاء کرامو تر منځ اختلاف تر بحث لاندې ونیو او د هر یو مذهب لپاره یې دلائل بیان کړل او بیا یې د دلائلو مناقشه وکړه. د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د څېړونکي لخوا د کنفرانس پایله او د یادې موضوع په تړاو لازم وړاندیزونه وړاندې شول.

څېړونکي د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د ارزونې کمیسیون لخوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

شمارۀ 87 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS