د خاورې د تخريب او اوبو د ککړتيا لاملونه او حل لارې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱
استاد شاهدالله صافی

د علومو اکاډمۍ د طبیعی- تخنیکی علومو معاونیت د  کیمیا، بیولوژی او زراعت د مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور شاهدالله ساپي خپل علمي-څېړنيز کنفرانس (د خاورې د تخريب او اوبو د ککړتيا لاملونه او حل لارې) تر عنوان لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندی کړ. د دې علمي کنفرانس په پيل کې سريزه، د څېړني اهميت او مبرميت او د څېړني موخې ته اشاره وشوه او بیا وروسته د خاورې د تخريب او اوبو ککړتیا لاملونه او حل لارې تر عنوان لاندې په تفصیل سره خبری وشوې او څرګنده شوه چې د اسلام د مقدس دین له لیده خاوره خورا د اهمیت وړ ده او له همدی امله  قرآنکريم کې ډير شمېر آیاتونه شته چې په کې د خاورې اهميت ته اشاره شوې ده،  د بیلګې په ډول ( سوره نوح،۱۹ )، ( سوره ملک، ۱۵)، (سوره ذاریات، ۲۰)، ( طه، ۵۳)، ( سوره بقره، ۶۱)، (سوره یونس، ۲۴)، (سوره حج،۵ )، (سوره یوسف، ۵۵) او داسې نور. خاوره د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره هم بنسټېز رول لوبوي ځکه چې په پراخه کچه کاربن نیسي او ذخیره کوي. دا چې خاوره او اوبه دواړه د کرنيزو محصولاتو د توليد  مهم عوامل دي د تخريب او ککړتيا څخه يې د مخنيوي لارې چارې په هېواد کې د کرنيزو محصولاتو د زیاتوالي او د غذايي امنيت او مصؤنيت لامل کيږي.  د خاورې تخریب د طبیعي یا د انسان لخوا رامینځته شوې ګډوډۍ له امله د خاورې فزیکي، کیمیاوي، بیولوژیکي او ایکولوژیکي ځانګړتیاوو له لاسه ورکولو ته وايي. د خاورې تخریب پروسې ځینې مثالونه د غذايي او عضوي موادو ختمول، د خاورې تیزابیت، صحرایي کيدنه او ککړتیا دي. پاکې اوبه د الله تعالی له نعمتونو څخه دي چې له اوبو پرته ژوند ناشونی دی، د ځمکې د کرې کابو ۷۰ سلنه د اوبو په واسطه پوښل شوې ده چې ۹۷ سلنه یې مالګینې اوبه او یواځې ۳ سلنه يي د څښلو وړ دي. د اسلام له نظره هم اوبه خورا د اهميت وړ دي همدا اوبه دي چې زمونږ اړيکه له الله ج سره ټينګوي، کله چې څوک لمونځ کوي نو لومړی باید په پاکو اوبو اودس وکړې، همدارنګه پاکي د ایمان یوه برخه ده، همدا اوبه دي چې زموږ د ایمان برخه تکمیلوي. د کابل ښار د اوبو د کیفیت د معلومولو په پایله کې څرګنده شوه چې د کابل ښار له درې برخو څخه یوه برخه اوبه میکروبې ککړتیا لرې چې د څښلو څخه د مخه باید تصفيه شې. ککړې اوبه او کمزوې حفظ الصحه په انسانانو کې د ځینو ناروغيو لکه کولرا، اسهال، هیپاتایت A او ټایفایډ لامل کیږي. د ماشينونو، کارخانو، د سترو کشتیو تګ راتګ د نباتې درملو کارونه او اسيدي بارانونه سطحي ، د ځمکې لاندې او بحرونو اوبه ککړوي.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه وویل شول او  کنفرانس د ارزونې دکمیسیون له لوري د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.                                                                                                                                                              

Documents

سلایډونه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان

محترم معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی، عضو علمی انستیتوت عقیده و تصوف، پروژهٔ علمی–تحقیقی خویش را تحت عنوان «بررسی امراض معنوی از دیدگاه عرفان» با موفقیت در تالار سیمنارها و کنفرانس‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

بررسی وضعیت یخچالها در کشور

محترم معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد آمردیپارتمنت جغرافیۀ طبیعی انستیتوت هایدرومیتیورلوژی مرکز علوم زمین، معاونیت بخش علوم طبیعی - تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بررسی و اهمیت غذایی نبات تف ( Teff) برای تغذیه حیوانات

(امروز یکشنبه مؤرخ 27 ثور 1405 هـ ش ) معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی عضو علمی مرکز کیمیا، بیولوژی و زراعت ، معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان کنفرانس علمی ـ تحقیقی. . .

BACK TO NEWS