د ژبني توپیر، بدلون او تحول

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۴:۱
څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي

“علمي – څېړنیز کنفرانس”

نن شنبه د 1444 هـ ق کال د رمضان المبارك 24مه نېټه علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو؛

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي ( د ژبني توپیر، بدلون او تحول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

نوموړي په یاد کنفرانس کې د ژبني توپیر، بدلون او تحول لنډ تعریف او د دې د رامنځته کېدو لاملونه یې په لاندې توګه بیان کړل؛

په ژبه کې د جغرافیايي لاملونو له امله رامنځته شوي توپیر ته ژبنی توپیر ویل کېږي او د تاریخ په اوږدو کې چې په ژبه کې کوم توپیرونه رامنځته کېږي هغې ته ژبنی بدلون ویل کېږي او په ژبني توپیر او ژبني بدلون باندې چې کلونه واوړي په نتیجه کې یې ژبنې تحول رامنځته کېږي.

د تحول په نتیجه کې یوه ژبه په څو ژبو وېشل کېږي، یا یوه ژبه په میراث پاتې کېږي او یا هم ژبه هملته ختمېږي، ځکه چې کومه ژبه کتبي آثار ونه لري نو تر تحول وروسته د هغې متون نه پاتې کېږي او نه کوم میراث پاتې کېږي.

د ژبې جوړښت په دوه ډوله دی، یو یې ظاهري جوړښت دی او بل یې ژور یا بنیادي جوړښت دی.

د ژبې بدلون دوه ډوله لاملونه لري چې یو یې باندني لاملونه دي او بل یې داخلي لاملونه دي، په داخلي لاملونو کې چې کوم بدلونونو رامنځته کېږي هغې ته مورفو- فونولوژیکي بدلون وايي چې همرنګي، غږیز بدلون، نحوي بدلون او مانیز بدلون په کې شامل دي.

او په باندنيو لاملونه کې د کلمو زوړوالی، د کلمور پورونه، هجرت او کډوالي، یرغلونه، نویزونه، ګڼژیزه ټولنه، ژبنې سیاست، ژباړه او رسنۍ (انټرنټ او خواله رسنۍ) شامل دي چې په ژبه کې د بدلونونو باعث ګرځي.

یاد کنفرانس د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو وروسته د علمي کمیسیون لخوا مثبت و ارزول شو.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

BACK TO NEWS