محترم ډاکټر سید حبیب الله پیرزاده د روغتیایي علومو د مرکز د رئیس په توګه معرفي شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د ریاست د مقام د 22-1- 1444 نېټې د (۱۳مې) ګڼې وړاندیز په اساس د ا.ا.ا د رئيس ال وزراء د 29-1-1444 نېټې د (294) ګڼې حکم د په اساس منظورۍ محترم ډاکټر سید حبیب الله پیرزاده د افغانستان د علومو اکاډمي د روغتیایي علومو مرکز د رئیس په توګه وټاکل شو.
نوموړي د مرکزي امریکا د روغتیايي علومو پوهنتون او په بیلیز میډیکل کالج کې د کورني طبابت په برخه کې د دکتورا تر کچې زده کړې کړي دي، د امریکا په نیویارک ایالت د لانګ اسلاند په پوهنتون کې د (Clinical Microbiology) په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې سرته رسولي او تر دا مهاله یې د امریکا په نیوجرسي ایالت د بایو ميډیکل علومو د معاون پروفیسور په توګه دنده ترسره کوله.
ښاغلی پیرزاده د علومو اکاډمي د رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود، د علومو اکاډمي مرستیالانو، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، د دفتر رئیس او د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په حضور کې رسمًا معرفي شو او پر خپلو چارو یې پیل وکړ.
د یادونې وړ ده چې د طبي علومو مخکینی رئیس محترم څېړنوال میرویس حقمل په دویم بست کې د همدې مرکز د فارمیسي انستیتیوت د آمر په توګه ټاکل شوی دی.