د ټولنې په پرمختيا کې د مرکې رول

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۴:۴۹
د ټولنې په پرمختيا کې د مرکې رول

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونيت د ټولنيزو علومو د ریاست د ژورناليزم انسټيټوټ آمر څېړندوی محد داود ناظم د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي د ترفيعاتو له لاېحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس چې عنوان يې دی « د ټولنې په پرمختيا کې د مرکې رول» د علومو اکاډمۍ د ګڼ شمېر څېړونکو، استادانو او د ژورناليزم انسټيټوټ د علمي غړو په ګډون د یکشنبې په ورځ په ۱۵/۳/۱۴۰۱هـ ل نېټه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سيمينارونو تالار کې وړاندې کړ.

د کنفرانس لنډيز

مرکه د معلوماتو راټولولو، د شخصيتونو او استعدادونو د معرفي کولو او د بشري ژوند د بېلابېلو ډګرونو د څېړنې او پرمختيا يو اغېزناک ژانر دی. د دې کنفرانس په ترڅ کې د مرکې اړيکې له مختلفو علمونو او ډګرونو سره پېژندل شوي او د هغو په پرمختيا کې يې رول څېړل شوی دی چې دغه علمي-څېړنه په حقيقت کې د مرکې په اړه د علمي ساحې په ارتولو کې د قدر وړ قدم ګڼل کېدای شي او د څېړنې مبرميت هم جوتوي. دغه څېړنه په دې موخه ترسره شوې چې د بېلابېلو علمونو د ساحې په پراخولو او د بشري ژوند د ډګرونو په پرمختيا کې د مرکې له اغېزناک رول څخه مناسبه ګټه واخيستل شي.

د کنفرانس په ترڅ کې څېړندوی محمد داود ناظم ياده کړه چې په عامه توګه په ټولنه باندې د رسنيو د اغېزو په اړه د پام وړ څېړنې شوې وې، خو مرکه چې د اطلاعاتو... د راټولو او خپرولو يو ډېر مهم ژانر ګڼل کېږي په مشخصه توګه، پر دې جزئياتو باندې داسې کوم علمي-څېړنيز کار نه و شوی چې مرکه کوونکي او مرکه کېدونکي او د رسنيو فعالان په بېلابېلو مرکو کې د ټولنې د بېلابېلو ډګرونو او تخصصونو د پرمختيا او ودې لپاره ترې د يوې روښانه تګلارې په توګه کار واخلي او د مرکه کوونکو ژورناليستانو علمي او مسلکي تنده پرې خړوب او د هېواد د هراړخيز متوازن پرمختګ په بهير کې ورسره  علمي-مسلکي مرسته وشي.

د دې کنفرانس په ترڅ کې د رسنيو د فعالانو او د مرکه کوونکو ژورناليستانو او د مرکه کېدونکو متخصصينو د وړتيا د پياوړتيا په موخه څېړنه شوې، ترڅو د معياري او مسلکي مرکو پر مټ د هېواد د بېلابېلو برخو د ودې او پرمختيا لپاره يوله بل سره همغږی کار وکړي. همدارنګه د يادو تخصصونو او سکټورونو متخصصين او کارکوونکي دا توان ترلاسه کړي چې له مرکې څخه د خپلې علمي ساحې په پراخوالي، د خپل عملي ډګر په پرمختيا او د ټولنې په متوازن پرمختګ کې مناسبه اغېزناکه ګټه واخلي.

د ياد کنفرانس په ترڅ کې د لاندې ډګرونو په پرمختيا کې د مرکې رول وڅېړل شو او دغې موضوع ته د بحث او څېړنې ۱۲ نورې کړکۍ ور پرانيستل شوې چې په راتلونکي کې يې د نورو څېړنو لپاره هم لاره هواره کړه  چې عنوانونه يې تاسو ته وړاندې کېږي:

۱- د ژورناليزم او رسنيز فعاليت په پرمختيا کې د مرکې اغېزې،

۲- د علمی، څېړنيزې، ښوونيزې او روزنيزې برخې په پرمختيا کې د مرکې رول،

۳- د اسلامي دعوت او تبليغ په برخه کې د مرکې رول،

۴- د ټولنيزې برخې په پرمختيا کې د مرکې رول،

۵- د سياسي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،

۶- د اقتصادي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،

۷- د جرمونو د مخنيوي او حقوقي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،

۸- د پوځي برخې په پرمختيا، لوړ مورال او بري کې د مرکې رول،

۹- د طبابت او روغتيا ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،

۱۰- د اداري ډګر په پرمختياکې د مرکې رول،

۱۱- دسپورټي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول،

۱۲- د فرهنګي ډګر په پرمختيا کې د مرکې رول.

 

د څېړنې په رڼا کې لاندې موديل وړاندې کړل شو چې معياري او مسلکي مرکې ټولنې ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې معلومات، اطلاعات، طرحې او مشورې وړاندې کوي چې د هغو په نتيجه کې خلکو ته د کارونو آدرسونه ورکول کېږي، د مختلفو کارونو د ترسره کولو لارې چارې هم ورښودل کېږي او د هغو پلي کولو ته هڅول کېږي چې له همدې سببه په خلکو کې د کار کولو او پرمختګ لپاره انګېزې را پارول کېږي او د کار لپاره ماهوي انرژي د خلکو په فکرونو او جسمونو کې منځ ته راځي، بالآخره په عملي بڼه په ټولنه کې ماهوي انرژي په شکلي پرمختګونو اوړي او د ټولنې هر اړخيزه متوازنه پرمختيا راجوتېږي.

د دې څېړنې په ترڅ کې له مرکې څخه د لا ښې ګټنې او د هېواد د بېلابېلو ډګرونو د ودې او پرمختيا په موخه د قدر وړ

داود ناظم

پايلې او وړانديزونه په لاندې ډول څرګند شوي دي.

پايله

1. مرکه د بشري ټولنې د هر ډګر په پرمختيا کې اغېزناک او د پياوړي ځواک رول لري.

2. په هغه صورت کې چې مرکې د منل شوو معيارونو پر بنسټ، د مسلکي تدابيرو پر مټ او د لوړو آرمانونو د پلي کېدو په موخه له علمي او عملي واقعيتونو سره سم وکارول شي د ټولنې په مادي او معنوي پرمختګونو او ودې کې ډېر رغنده رول لوبولای شي.

3. مرکه د څېړنې لپاره هم د فاکټونو او حقايقو د ترلاسه کولو او مستند کولو په برخه کې ډېر اهميت لري، څېړونکو ته خام مواد برابروي او ډېر معلومات، احصائيې او ارقام په واک کې ورکوی.

وړانديزونه

1- د حکومت د هر ارګان،  ډلې او رسنۍ بايد د مرکو ترسره کولو ته د ټولنې د هراړخيزې پرمختيا په موخه، پر معلوماتو، تخصص، تجربې، تحليل، حوصلې، فصاحت، بلاغت، عصري علومو او تکنولوژۍ باندې سمبال خلک وګماري.

2- رسنۍ او ټول اړوند لوري بايد د مرکې د معيارونو او تدابيرو  په رعايت سره د لوړو آرمانونو د تحقق په موخه مرکې تر سره کړي، تر څو د مرکو د اغېزو په ترڅ کې با فرهنګه نسل، متحد ملت او د سوکاله ژوند لرونکې پرمختللې ټولنه را منځ ته شي.

3- د نوي نسل په روزنه کې بايد د مرکې له ژانر څخه په کورونو، تعليمي مرکزونو او رسنيو کې په ښه توګه استفاده وشي.

4- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنۍ دې د معياري، مسلکي، اغېزناکو او ګټورو مرکو د ښه تفهيم لپاره په لوړه کچه ورکشاپونه، سيمينارونه او ښونيز پروګرامونه داير کړي او ژورناليستان دې د هر اړخيزې پرمختيا د تحقق په موخه سره همغږي وروزي.

د کنفرانس په دوهم پړاو کې د علومو اکاډمۍ علمي غړو، استادانو او ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه او سوالونه مطرح کړل او د څېړندوی محمد داود ناظم له خوا ورته قناعت ورکوونکي ځوابونه وړاندې کړل شول.

په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړندوی محمد داود ناظم ته يې د لا نورو برياوو هيله وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

BACK TO NEWS