د میوکارډ د ST قطعې صعود لرونکې احتشاء د اپیدمیولوژي او خطري فکتورونو څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۲۳
د میوکارډ د ST  قطعې صعود لرونکې احتشاء د اپیدمیولوژي او خطري فکتورونو څېړنه

د تازه چاپ شوي اثر معرفي:

د کتاب نوم: د میوکارډ د ST قطعې صعود لرونکې احتشاء د اپیدمیولوژي او خطري فکتورونو څېړنه

لیکوال: څېړنوال ډاکټر ضیاءالرحمن حقمل

خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

د کتاب لنډه پېژنده:

د میوکارډ د ST قطعې صعود لرونکې احتشاء (ST-elevated myocardial infarction) یوه بېړنۍ طبي پېښه ده، چې د یوه یا څو Epicardial اکلیلي شریانونو د حاد او بشپړ بندښت له امله پېښېږي، د تعریف له مخې STEMI یو کلينیکي سندروم دی، چې د مایوکارډ د ځانګړو اسکیمیک اعراضو سره یوځای په الکتروکاردیوګرافي کې د ST قطعه خط وصفي او معند لوړېدلو (پورته کېدل) په تعقیب د مایوکارډ له نکروز څخه آزادو شویو بایومارکرونو سره مل وي.

د حاد اکلیلي سندروم د زیاترو پېښو مسئولیت په ابتدايي ډول د اتېروسکلېروزس (Atherosclerosis) په غاړه دی؛ په اټکلي ډول د حادې قلبي احتشاء 90٪ پېښې په اتېروسکلېروزس اخته اکلیلي شریان کې په آني ډول د ترومبوس د جوړېدلو او د همدې ترومبوز په واسطه د اتیروسکلیروتیک اکلیلي شریان د بندېدلو له امله رامنځته کېږي؛ د اتیروسکلېروزس لپاره نه تغییرېدونکي خطري فکتورونه له عمر، جنس او د زړه د اکلیلي ناروغیو مخکې له وخته رامنځته کېدلو کورنۍ تاریخچې څخه عبارت دي؛ د اتېروسکلېروزس لپاره د تغییر وړ خطري فکتورونه له سګرټ څکولو او یا هم د تمباکو د نورو انواعو کارونه، د وینې د کلسترول او ترای ګلیسرایډ د سویې لوړوالی، Dyslipidemia، د شکرې ناروغۍ، د وینې لوړ فشار، چاغي په ځانګړي ډول د خېټې چاغوالی، روحي ټولنیز فشارونه، د آرامه ژوند کولو عادتونه او د تمریناتو کموالی او د مېوې او سبزیو کم مصرف څخه عبارت دي.

دغه علمي څېړنیزه پروژه د میوکارډ د ST قطعې صعود لرونکې احتشاء د اپیدمیولوژي او خطري فکتورنو د څېړنې تر عنوان لاندې په پنځو څپرکو کې لیکل شوې ده.

په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید، په دوهم څپرکي کې له نویو او عصري طبي سرچینو څخه په ګټه اخیستنه د همدې ناروغۍ علمي برخه، په درېیم څپرکي کې د همدې ناروغۍ اپیدمیولوژيکي څېړنه او په څلورم څپرکي کې د همدې ناروغۍ د خطري فکتورونو څېړنه او په پنځم څپرکي کې د موضوع علمي او روغتیايي ارزښت او بیا د رسالې په وروستیو کې د څېړنې څخه لاسته راغلې پایلې او وړاندیزونه او سرچینې ځای په ځای شوې دي.

د دې رسالې څېړنیزه برخه د کابل ښار په څلورو لویو روغتونونو (صدري ابن سینا روغتون، د جمهوریت ملي اختصاصي روغتون، د وزیر محمد اکبرخان روغتون او د امیري طبي کمپلکس) کې تر سره شوې ده. په مجموعي ډول د STEMI 496 ناروغان په دې څېړنه کې شامل دي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D9%85%DB%8C%D9%88%20%DA...

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف

محترم سرمحقق محمد اکرم شهیم کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (ارزیابی آسیب های احتمالی تشعشعات رادیو اکتیف ) در معاونیت طبیعی – تخنیکی اکادمی علوم افغانستان در حضور اعضای کمیسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی

عضو علمی مرکز علوم اجتماعی معاونیت علوم بشری اکادمی علوم افغانستان محترم محقق حکمت الله عزیز کنفرانس علمي - تحقیقی تحت عنوان (نقش هوش مصنوعی در رسانه های اجتماعی) در حضور استادان و. . .

BACK TO NEWS