د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۱:۴
د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه

کابل: د علومو اکاډمي د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز علمي غړي څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی «د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د تلې په ۲۳مه وړاندې کړ.

ښاغلي بارکزی د یادې موضوع په اړه وویل: څرګنده خبره ده چې د کرنیزو بوټو د پیداوارو زیاتوالی او لږوالی د هغوی د ودې په څرنګوالی پورې اړه لري.

د کرنیزو بوټو ښه وده او له هغوي څخه د ډېر حاصل په لاسته راوړل ډېر عوامل لري، لکه د خاورې جوړښت، د تخم ورایټي، د اوبو اندازه، په ټاکلي وخت د اګروتخنیکي چارو ترسره کول، هغو ته د غذایي موادو رسېدل او نور.

د نوموړي په وینا، دا څېړنه د لغمان ولایت په مرکز د سه صده قریې په سیمه کې په ۶۶ متر مربع ساحه کې ترسره شوې ده، چې په کې د مټرو په وده او حاصلاتو باندې د نایتروجن او فاسفورس سرو د مختلفو اندازو اغېز تر څېړنې لاندې نیول شوتی دی.

ده زیاته کړه، د دې لپاره چې د مټرو د حاصل کچه نوره هم لوړه شي، لازمه ده چې د مټرو په کروندو کې ټولې اګروتخنیکي کړنې په ښه توګه ترسره شي او د حاصلاتو د لوړولو نوي لارې ولټول شي.

دې څېړونکي په پای کې وویل، دې تحقیق دا وښودله چې د مټرو لپاره په یو هکتار کې د کیمیاوي سرو اندازه ۶۰ کیلو ګرامه نایتروجن او ۹۰ کیلو ګرامه فاسفورس دی، نو لازمه ده چې کروندګرو ته د نوموړو اندازو د استعمال سپارښتنه وشي تر څو د هغوی له خوا د نوموړو اندازو استعمال عملي شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

شمارۀ 87 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS