«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

Ezatullah_admin
«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان لمریز کال په میزان کې د ازبکستان د علومو اکاډمي سره په ګډه د علامه برهان الدین المرغیناني (رح) د فورم تر چتر لاندې (په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام) تر سرلیک لاندې نړېوال علمي ـ څېړنیز کنفرانس په کابل کې دایر کړي.

دا چې موضوع د هیواد علمي ټولنې، علماوو او فرهنګي بنسټونو لپاره خورا علمي او معنوي ارزښت لري، نو په همدې اساس علومو اکاډمي دا غوره ګڼلې ده چې دغه علمي ـ څېړنیز نړېوال کنفرانس لپاره د هیواد په کچه علماء، پوهان او څېړونکي خپلې ارزښتناکې مقالې ولیکي.

د مقالو د رالیږلو نېټه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې د میاشتې تر ۲۰ مې پورې تمدید شوې ده، هیله ده چې درانه څېړونکي او علماء کرام به د ټاکلو محورونو مطابق خپلې ارزښتناکې علمي ـ څېړنیزې مقالې تر یادې نیټې پورې د افغانستان علومو اکاډمي ته راواستوي.

همدارنګه قدرمن لیکوالان کولای شي چې مقاله لیکلو شرائط او محورونه او د نورو معلوماتو او د مقالو د سپارلو په اړه لاندې لېنک ته مراجعه وکړي.

Documents

د مقاله لیکلو لارښود

Latest announcements

Tue, Sep 24 2024 11:28 AM
Background image

Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges

The Regional Studies Centre of Afghanistan Science Academy intends to host an international seminar on “Afghanistan and the Region: Opportunities and Challenges” exploring current . . .

Mon, Feb 22 2021 11:14 AM
Background image

Article Announcement;

Afghan pride, Pacha Khan International Seminar Based on President of the Islamic Republic of Afghanistan guidance, the Ministry of Information and Culture is proud to mark the 100th . . .

Back to announcements