د روسيې او ایران اړيکې او پر افغانستان يې اغيزې له ۱۹۹۱ – ۲۰۰۸ ز.کال) پورې

Ezatullah_admin
Mon, Nov 18 2024 10:23 AM
نوماند څېړندوی محمد اسماعيل امیري

«د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع»

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د روسيې او قفقاز انسټيټوټ علمي غړي نوماند څېړندوی محمد اسماعيل امیري د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي – څېړنيزې پروژې «د روسيې او ایران اړيکې او پر افغانستان يې اغيزې ۱۹۹۱ ـ ۲۰۰۸ز. کال» څخه د پوهانو او څېړونکو په شتون کې دفاع وکړه.

په دې څېړنه کې د روسيې او ایران ترمنځ له ۱۹۹۱ ز. کال څخه تر ۲۰۰۸ ز. کال پورې سياسي، اقتصادي او نظامي اړيکې وڅيړل شوې او دا چې په دې موده کې د روسيې او ایران اړيکو پر افغانستان څه ډول اغېزې لرلې، تر بحث لاندې ونيول شوې.

د دې علمي – څېړنيزې پروژې د وړاندې کولو په اوږدو کې د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول او دغه دفاعیه غونډه د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق مثبت وارزول شوه او د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفيع وړ وبلل شوه.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS